لاس رسیدونکی لینک

 
مردان: د پښتو شاعر او ليکوال اسرار د طورو په حق ورسېدو
تازه خبر

مردان: د پښتو شاعر او ليکوال اسرار د طورو په حق ورسېدو


اسرار د طورو په حق ورسېدو
اسرار د طورو په حق ورسېدو

د خېبرپښتونخوا مردان ضلعه کې د پښتو شاعر او ليکوال اسرار د طورو د ورپېښې ناروغۍ له امله د 86 کالو په عمر کې په حق ورسېدو، هم نن به په خپل پلارني کلي کې خاورو ته سپارلی شي.

د اسرار د طورو خپل نوم اسرالرحمان وو او کلی یې د مردان طورو دی.

د اسرار د طورو ملګري او کورنۍ یې وايي، د دوی کورنۍ د باچا خان په خدای خدمتګار تحریک کې پاتې شوی او اسرار د طورو هم ځان خدای خدمتګار بللو.

د اسرار د طورو ورور م ر شفق چې خپله هم شاعر او لیکوال دی، وايي دوی په علمي کورنۍ کې هم په مردان کې زېږېدلي دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، اسرار د طورو د زړه په ناروغۍ اخته وو، خو صحت داسې نه وو چې ګنې د ډېرې مودې پورې په کټ پروت پاتې شوی دی.

هغه زياته کړه، اسرار د طورو د ماسټرۍ پورې په اردو او پښتو کې زده کړې کړې او علمي زده کړې یې هم ترلاسه کړې وې.

د شفق په وينا، دوی داړو وروڼو ټول عمر په عملي ادبي هلو ځلو کې تېر کړی دی. اسرار د طورو د سرکاري سکول څخه پرنسپل ريټايرډ شوی وو.

ښاغلی ليکوال او شاعر نور البشر نويد وايي، اسرار د طورو عالم او پوی انسان وو، کورنۍ یې د باچا خان خدای خدمتګار تحریک سره پاتې شوې ده.

هغه وويل، اسرار د طورو که څه هم زیاته شاعري یا نظم نه دی ليکلی زيات یې نثر تخليق کړی دی، خو د هغه په نثر او شاعر کې پښتونولي ډېر جوته ښکاري او تل یې پښتنو ته د ليک او وينا د لارې د پوهې او ښه راتلونکې پيغام ورکړی دی.

بشر نويد وايي، ځان خوشبخته ګڼم چې د اسرار د طورو شاګرد پاتې شوی يم، او تل مې ترې زده کړې کړي دي او د دغو دواړو وروڼه سره مې ناسته شوې او ډېر څخه مو ترې ياد کړي دي.

د مردان قانون پوی او شاعر اکبر هوتي وايي، د اسرار د طورو په شاعرۍ او ليک کې قامي او مذهبي دواړو رنګونه وو، تل یې د روادارۍ پيغام ورکړی، پوی عالم او خوږ انسان وو، ځان یې خدای خدمتګار شمارلو.

د م ر شفق په وینا، د اسرار د طورو لومړی تصنيف (امام اعظم)، (لاله زار د پرهرونو، شاعري مجموعه)، (د قران شريف د ايتونو شمېر)، (زما کتاب، د ماشومانو دپاره منظومې کيسې)، (د حرمېنو سفر، سفرنامه)، (د کابل سفرنامه) او په وروستيو کې د اردو يو کتاب چاپ کړی دی.

هغه وويل، د ارواښاد درې زامن چې درې سره په پوهنتونونو کې استادان دي او يوه لور یې، هغې هم په اسلامیاتو کې ماسټري کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG