پاکستان
پېښور: د بلدیاتي استازو د احتجاج وروسته د وزیراعلا اؤ ناظمانو تر منځ مذاکرات کامیاب شوي
په پېښور کې په احتجاج بوختو بلدیاتي استازو د پولیس لخوا د اوښلن ګیس کارولو وروسته د صوبایي حکومت اؤ بلدیاتي استازو تر منځ مذاکرات کامیاب شوي اؤ وزیراعلا علي امین ګنډا پور د ټولو یونین کونسلو اؤ بېبر هوډ ناظمانو ته د پینځوؤ، پینځوؤ لکو روپو جاري کولو وینا کړې ده.
د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ټولې صوبې بلدیاتي استازي د اختیاراتو اؤ پنګو نه ورکولو په ضد پېښور کې د احتجاج لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ غوښتل یې چې د صوبایي اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړي خو پولیسو په احتجاج کوونکو ولسي استازو اوښلن ګیسونه غورځولي وؤ.
دغه بلدیاتي استازي د چهارشنبې په سهار د پېښور جناح پارک ته ورټول شوي وؤ اؤ د احتجاج کولو لپاره چې د صوبایي اسمبلۍ د څلور لاري نه په تېرېدو د سول سیکرټریټ ورتېرېدل نو پولیسو یې مخه ونیوله .
پولیسو هغوي د سول سیکرټریټ ته ورتېرېدو ته نه پرېښودل اؤ په هغوي یې سخت اوښلن ګیسونه کارولي وؤ چې له امله یې دغه بلدیاتي استازي د الغاؤ تلغاؤ په مهال سخت اغېزمن شوي وؤ.
د پېښور مئیر ښاغلی زبېر علي هم په دغه احتجاج کوونکو کې شامل وؤ اؤ هغه رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ، حکومت ظلم وکړو اؤ په داسې ظالمانه اقداماتو به د بلدیاتي استازو دا احتجاج نور هم وغځيږي.
زبېر علي ګواښ کړی ؤ چې بلدیاتي استازو سره د شوي ظلم بدله به اخستی شي.
په دې احتجاج کې د صوبایي واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف بلدیاتي نماینده ګان هم شامل وؤ اؤ هغوي هم پخپل حکومت سختې نیوکې کولې.
د مظاهره چیانو وینا وه چې صوبایي حکومت بلدیاتي استازو ته نه خو اختیارات ورکړي دي اؤ نه پنګې ورکوي چې له دې امله په سیمه ییزه کچه پرمختیایي کارونه په ټپه ولاړ دي.
د مظاهره چیانو وینا وه چې تحریک انصاف ګوند ژمنه کړې وه چې اختیارات به لاندې کچې ته منتقل کوي خو بیا یې پخپل حکومت کې نه خو اختیارات لاندې کچې ته منتقل کړل اؤ نه یې د بلدیاتي ادارو څه ډاډګيرنه وکړه.
وروسته بیا د پېښو د مئیر زبېرعلي په مشرۍ کې مظاهره چیانو د وزیراعلا په ماڼۍ کې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور سره مذاکرات وکړل اؤ اؤ وزیر اعلا په دغو مذاکراتو کې ناظمانو ته د هغوي د ستونزو د هواري باور ورکړو.
د مذاکراتو په مهال وزیراعلا د یونین کونسلو اؤ نیبر هوډ ناظمانو ته د پینځوؤ، پینځوؤ لکو روپو د جاري کولو وینا وکړه اؤ بلدیاتي استازو سره یې ژمنه وکړه چې د بلدیاتي استازو د اختیاراتو په حواله د حکومت لخوا جاري کړل شوی هغه امر به بېرته واخلي چې د بلدیاتي استازو واکونه یې محدود کړي دي.
د وزیراعلا لخوا د دغه باور ورکولو نه وروسته مظاهره چیانو خپل احتجاج ختم کړو اؤ خېبر روډ یې د ټریفک په مخ پرانستو
See all News Updates of the Day
بلوچستان:قلات کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي بمي چاودنه کې اته عسکر ژوبل شوي
چارواکي وایي د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په قلات ضلعه کې دا منیتي ځواکونو د ګاډي تر څنګ بم چاودنه شوې چې پکې اته عسکر ژوبل شوي دي.
ډان نیوز د قلات د انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر بلال بشیر له خولې دې چاودنه کې د اتوؤ امنیتي عسکرو د ژوبل کېدو پخلی کړی دی.
ډپټي کمشنر ویلي چې نامعلومو کسانو چاویدونکي مواد د سړک پغاړه اېښودي وؤ.
د چاودنې سره سم په لویه شمېره کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ګېره کې اخستې ده.
سرچینې وایي پېښه کې ژوبل شوي عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
په سمدستي توګه ددې چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې بلوچستان کې په نزدې وختونو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې ده.
تر دې وړاندې په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.
بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.
د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
عمران خان د علي امین ګنډاپور لخوا افغانستان سره پخپل سر د خبرو ملاتړ کړی خو وفاقي حکومت وایي دا په فېډریشن حمله ده
د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني مشر عمران خان د پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډا پور لخوا افغانستان سره د خبرو اترو د پېلولو د اعلان ملاتړ کړی اؤ ویلي دي یې دي، په دې اقدام د ګنډا پور مننه پکار ده.
خود مرکزي حکومت چارواکي وایي چې د وزیراعلا ګنډاپور له لوري افغانستان سره پخپل سر د خبرو فیصله په فېډریشن حمله ده اؤ هیڅ یوه صوبه د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات نه شي کولی.
د جمعې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي هغه د علي امین ګنډا پور لخوا افغانستان سره د خبرو اؤ د امن ټينګولو د هڅو ملاتړ کوي.
عمران خان وویل "دوي باید علي امین ته په پېښو پرېوځي اؤ ورته ووایي چې د خدایې لپاره افغانستان ته لاړ شه اؤ هغوي سره خبرې وکړه"
د چهارشنبې په ورځ د وکیلانو د سازمان دستورې ته خپله وینا کې د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي وؤ، هغه به پخپله د صوبې د وزیراعلا په توګه د افغانستان سره خبره کوي، هلته به پلاوی لیږي ، له نزدې به ورسره کښیني اؤ د امنیت ستونزه به هواروي.
د ډان نیوز له مخې عمران خان ویلي کله له عمران خان پوښتنه وشوه هر کله چې وفاقي حکومت اؤ خارجه وزارت شته نو څنګه بیا یوه صوبه د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات کولی شي؟ عمران خان وویل :
"د خارجه وزارت صلاحیت نه تېر شئ، هغه د ترهګرۍ ختمولو خبره کوي، دوي احمقانه بیانونه ورکوي،علي امین بیخي سمه خبروه کوي، خارجه دفتر پرېږدئ، خېبر پښتونخوا تر ټولو زیاته له ترهګرۍ اغېزمنه ده"
عمران خان وویل کله چې بلاول بوټو خارجه وزیر ؤ نو هغه افغانستان ته تللی قدرې هم نه ؤ .
هغه پوښتنه وکړه چې خېبر پښتونخوا کې د پولیسو څومره عسکر وژل شوي اؤ وي ویل مونږ د ۲۴ؤ کالو راهسې د ترهګرۍ پرضد جګړه کوؤ.
د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ پارلیمان ته ویلي وؤ د علي امین ګنډا پور لخوا افغانستان سره پخپل سر خبرې کول په فیډریشن حمله ده اؤ یوه صوبه هم پخپل سر کوم هیواد سره خبرې اترې نه شي کولی.
په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) سینیټر ښاغلي عرفان صدیقي هم د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د پښتونخوا وزیراعلا د ناسمو روایاتو بنیاد ږدي .
هغه ویلي چې خارجه پالیسي جوړول یوازې د وفاق کار دی.
سنیټر عرفان صدیقي تور ولګولو چې د افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګري کیږي اؤ د وفاق له اجازې پرته صوبه د کوم هیواد سره خبرې نه شي کولی.
عمران خان ویلي د هیواد څخه د ترهګرۍ خاتمه باید وړومبۍ ترجیح وي اؤ تر څو چې افغانستان سره اړیکې ځاي ته نه وي راوستل شوي تر هغې به مونږ په ترهګرۍ کې ښکېل پاتې یو.
پخواني وزیراعظم ویلي چې علي امین ګنډا پور د ملک د فایدې خبره کوي اؤ په دې خو باید د هغه مننه وکړل شي.
هغه وویل علي امین ګنډا پور دا نه دي ویلي چې ګنې افغانستان ته روان دی بلکې هلته د تګ د اجازې خبره یې کړې اؤ د تګ لپاره یې هیڅ وخت نه دی ټاکلی.
د عمران خان په خبره د پخواني افغان صدر اشرف غني حکومت د پاکستان مخالف وؤ خو دهغې باوجود نه یوازې دی د اشرف غني په واکمنئ کې افغانستان ته تللی ؤ بلکې اشرف غني یې هم پاکستان ته رابللی ؤ.
هغه وویل وفاق د پولې له پورې غاړې د ترهګرۍ خبره کوي خو د ترهګرۍ مخنیوي لپاره هیڅ نه کوي اؤ که ترهګري ختمه نه شوه نو زمونږ اقتصاد به سقوط وکړي .
عمران خان دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تېره ورځ د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور په پېښور کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا کونسلګر جنرال سره لیدلي وؤ اؤ هغه سره یې په یو لړ مهمو مسلو مذاکرات کړي وؤ.
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.
د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.
باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
د افغانستان سره په پوله پرتې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په دوېمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري۔
احتجاج کوونکي وايي په سيمه کې يې بدامني زياته شوې ده او احتجاجي پرلت به تر هغې دوامداره وي تر څو چې په سيمه کې د امن د ټينګښت ضمانت نه وي ورکړل شوی.
دا احتجاج کوونکي د باجوړ او دير په لويه لاره ناست دي، احتجاج له هغې وروستو پېل شوی چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په څلیریشت ساعتو کې دننه په دريوؤ بريدونو کې دوه امنيتي عسکر او يو د پوليو رضا کار ووژلی شول اؤ پينځه عسکر ژوبل شوي وو۔
احتجاج کوونکي وايي امنيت ټينګ ساتل د رياست زمه واري ده او بايد چې د روانې بدامنۍ مخه ونيول شي.
د احتجاجي پرلت یو ګډونوال عبېد خان ډیوه سره خبرو کې وایي"د پوليو چې کوم کارکونکی و،هغه (له ډزو وروسته) تر يو نېم ساعته پورې ژوندی و، هغه هلته په تړقېدو،تړقېدو مړ کړی شو، خو هغه چا راوچت نه کړو،دلته چې په دره کې د اېف سي کوم چېک پوسټ ؤ نو هغوي خپل خلک هم نه پريښودل، چې مرستې له ورشي او دغه خلک راوچت کړي، نو له دغې د وجې مونږ راوتلي يو او هغوي ته انصاف غواړو"
د ايف سي ځواکونو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي چې خلک یې په چېک پوسټ ولې ايسار کړي وو۔
باجوړ او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو کې هم تر دې وړاندې د بدامنۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.
خېبر پښتونخوا کې د امن پاڅونونو لړۍ له هغې وروستو تېزه شوې وه چې په اګست کال ۲۰۲۲م کې سوات ته د وسله والو د بيا ورستنېدو رپورټونه مخې ته راغلل۔
له هغې وروسته په ګرده خېبر پښتونخوا کې د امن پاڅونونو په نوم د احتجاجونه لړۍ پېل شوې چې د وسله والو او بدامنۍ د مخې نيولو غوښتنې پکې کیږي۔
سياسي او ټولنيز فعال مولانا خانزېب ډیوه سره خبرو کې وایي"دلته د استخباراتي ادارو، انټېلجنس نظام او د رياستي ادارو ناکامي راغلې ده، ولسونو کې قهر دی، غصه ده، او د هغه قهر او غصې د اظهار په توګه باندې نن د حاجي لونګ لاره باندې دا ولس ناست دی"
د پاکستان انسټيټيو فار پيس سټډيز وروستی رپورټ وایي، د اګست په مياشت کې په پاکستان کې يو کم شپېته بريدونه شوي دي، چې تر ټولو زيات ۲۹ په خېبر پښتونخوا او ۲۸ په بلوچستان صوبه کې شوي دي۔
د باجوړ احتجاج کوونکي وايي که د بدامنۍ مخه ونه نيول شي نو احتجاجي لړۍ به روانه وساتي۔
د احتجاج ګډونوال صدیق اکبر ډیوه سره خبرو کې وویل"(که غوښتنې مو ونه منل شوې) بيا مونږ هغه ځايې له ځو چې د کوم ځايې نه دا کار او دا خبره اوريدل کيږي، او هغه ځايې تاسو ته ښکاره دی، بيا به زمونږ دويم هدف دغه وي، او چې هغه ځايې ته ځو بيا به مونږ ټول پښتون ولس ته دا خواست کوو چې د ازادۍ، د خلاصۍ، د ژوند د ژغورنې واحد لاره هم دا ده ترڅو چې زمونږ په تن کې ساه وي، او زمونږ غوښتنې نه وي منل شوي زمونږ به خواهش او کوشش دا وي چې مونږ پورته نه شو"
د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په شپږم ستمبر ويلي وو د ترهګرو وروستي فعالیتونه د پاکستان د ناکامه کولو هڅه ده
نوموړي ويلي وو په ماضي کې هم قام اؤ پوځ خپلو کې په یوووالي ترهګرۍ ته ماتې ورکړې وه اؤ راتلونکي کې به په ترهګرو اؤ د هغوي په همکارانو ځکمه تنګولی شي۔
پاکستان د جون په ۲۲مه نېټه د عزم استحکام عملياتو اعلان کړی و خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ددغې عملياتو سره سخت مخالفت ښودل شوی اؤ په ضد یې احتجاجونه هم شوي دي.
امریکې د چين په هغو کمپنيانو بنديزونه لګولي، چا چې د پاکستان بېلسټک ميزايل ته یې سپلايي کوله
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زيارت/پنجشنبې په ورځ د چین يو څيړنيز انسټيټيوټ او څو کمپنيانو بنديزونه لګولي دي، د چا په اړه چې ويل کيږي د پاکستان بېلسټک ميزايل پروګرام دپاره یې په سازوسامان ورکولو کې لاس لرلو.
چين د دغه اقدام په کلکه مخالفت کړی دي.
واشنګټن تېر کال د اکتوبر په مياشت کې هم په چين کې درېو هغو کمپنيانو باندې بنديزونه لګولي، چا چې د پاکستان ميزايل پروګرام ته څيزونه ورکول.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ياند مېتهيو ميلر په يو بيان کې ويلي، د بيجنګ څيړنيز انسټيټيوټ اف اټومېشن فار مشين بلډنګ انډسټري د شاهين ۳ او ابابيل سسټمز او په ممکنه توګه د زيات غټ نظام د راکټ موټرز د ازماينې دپاره د سازوسامان په اخستو کې د پاکستان سره کار کړی دی.
ميلر ویلي، په داسې کې چې د نن د اقداماتو څخه ظاهريږي امریکا، د وسلې د خورېدو او اړونده سوداګانو د هلوځلو خلاف، چې چرته هم په عمل کې راوستلی شي، کارروايي به دوامداره ساتي.
په واشنګټن کې د چين د سفارتخانې وياند لوپنګ يُو ویلي، چين د يو اړخيزه بندېزونو او د خپل کار د واک څخه وتلو يا تجاوز کولو په سختۍ سره مخالفت کوي، د کومو دپاره چې د نړيوال قانون په بنياد يا ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لخوا کوم واک نه وي ورکړل شوی.
هغه ويلي، چين د چينايي کمپنيانو او وګړو د حقونو او ګټو کلک حفاظت کوي.
واشنګټن کې د پاکستان سفارتخانې په دغې اړه په سمدستي ډول څه نه دي ويلي.
د دې خبر معلومات د رايټرز څخه اخستل شوي
د لکي مروت پوليسو د غوښتنو منلو د باور وروسته احتجاج ختم کړی
د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليس وايي، تېره شپه ناوخته یې د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کاميابې شوي او دوی ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی، له هغې وروسته یې احتجاج ختم کړی دی، خو ورسره یې ويلي، که د غوښتنو تړون عملي نه شو بيا په اتفاق سره بله فيصله کوي.
په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی وو.
د ياد احتجاج له امله په انډس هایي وی [لويه لار] د ګاډو تګ راتګ ودرېدلي، د لسګونو په شمېره کې ګاډي ولاړ پاتې دي او پرون د ضلعې ټولې داخلي او خارجي لارې تړل شوې او شټر ډاون کاربنديز هم شوی وو.
د لکي مروت ضلعې پوليسو غوښتنه کوله دوی ته دې امن ورکړل شي او د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي".
د احتجاج کوونکو پولیسو د کمېټۍ يو غړي يونس خان [حوالدار] وي او اې ډیوه ته وويل، د دوی او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې وشوې، د دوی بنيادي غوښتنه چې "پوځ دې د ضلعې نه وويستل شي"، هغه ومنل شوه او احتجاج کوونکو پوليسو ته "شپږ ورځې وخت ورکړل شو چې پوځ به وځي".
احتجاج کوونکو پوليسو وي او اې ډيوه سره په شريک کړي بيان کې ويلي، د دوی دغه غوښتنې چې، "پوځ دې د ضلعې نه وويستل شي، پوليس به بااختياره کولی شي، پوليسو ته به بکتربند ګاډي ورکولی شي، او په کار کې به یې بهرنۍ لاسوهنه نه کيږي او په احتجاجي پرلت کې شاملو اهلکارو پرضد به کومه تاديبي کارروايي نه کيږي"، دا ومنل شوې.
خو پوليسو ویلي، که "د غوښتنو په تړون ورسره عمل ونه شو، بيا به په اتفاق سره د راتلونکې فيصله کوي".
لکي مروت کې د پوليسو احتجاج ته په غبرګون کې د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] اختر حیات خان ويلي، "ځينې شرخوښي عناصر د پوليسو او فورسز [پوځ] ترمنځ اختلافات جوړوي، د ځوانانو حوصلې ماتوي او معاملاتو پيچلي کولو هڅې کوي، پوليس مشرتابه په دغه ناوړه مقصدونو خبر دی او د ملي مشرانو په مرسته به یې ناکامه کوي".
پوليس مشر ويلي، "ولس، پوليس او عسکري ادارې د ترهګرۍ قابو کولو دپاره د دوه لسيزو راهسې مبارزه کوي، د خېبرپښتونخوا پوليسو د 2,000 نه زياتو افسرانو او ځوانانو د ځانونو قربانۍ ورکړي دي".
هغه زياته کړې، "د ولس، پوليس او پوځ په وجه صوبه کې امن په ځای شوی، وسله والو پوځونو په هر مشکل کې د پوليسو کلکه ملګرتیا کړې ده".
په داسې وخت کې چې د پوليسو احتجاج روان وو، پرون په 12م ستمبر د لکي مروت سره په پوله بنو ضلعه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس اهلکار په وسله وال بريد کې وژل شوی او د دغه پېښې وروسته هم پوليسو احتجاج کړی وو.
په 11م ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ په سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی.
باجوړ کې د پوليو په ټيم د بريد وروسته د باجوړ پوليسو د پوليو ډيوټۍ څخه انکار کړی او پرون یې احتجاج کړی وو.
د باجوړ پوليسو يو چارواکي بيا وي او اې ډيوه ته ويلي، احتجاج وروسته له هغې ختم کړی شو چې احتجاج کوونکو، د ضلعې پوليس مشر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې او پينځه ورځې وخت ورته ورکړل شو چې د دوی غوښتنې دې ومنل شي.
چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، "دوی د پوليو کمپاين د ډيوټۍ نه انکار وکړو" او وې یې ويل، "څو پورې چې دوی سره په کمپاين کې دوه د پوځ او دوه د اېف سي عسکر نه وي دوی به د پوليو ډيوټي نه کوي".
په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ نه د عوامي نېشنل ګوند منتخب غړي نثار باز خان په اسمبلۍ کې د پوليسو د احتجاج ملاتړ کړی دی.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، باجوړ کې په پوليو ټیم د بريد او پوليسو د ډيوټۍ څخه انکار کولو په ضلعه کې د پوليو پينځه ورځنی کمپاين اغېزمن کړی دی.
خو چارواکي وويل، په پوليو ټيم بريد په درېمه ورځ شوی او پرون هم څه کمپاين شوی، د دوی د اندازې ترمخه په ضلعه کې ترسره شوي کمپاين کې بيا هم د 70 فيصده پورې ماشومانو د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.
Forum