د پېښور یوه تور سرې مور په سلگو ده- د زړه نه ختونکې درد یې د کريکو، فریاد او بې وسۍ نه ډکو ساندو کې د غمجن ښار په اسمان لکه د لوگې خور اور دی...... بې قراره مور شمع بله کړې ده او د ارمي پبلک سکول مخې ته په لویه ډاگه کې ولاړه ده..... په سترگو کې ېی یو تپوس دی- زما د ځوي قاتلان تر اوسه اذاد ولې گرځي؟ د دغه بې وسه، بې قراره غمجنې مور په رنگه د یو سل څلوردیرش نورو پښتنو میئندو په سينو د خپلو ځامنو د بیلتون داغونه لگیدلې دي- او د زَوریدلو وجودنو نا یې د ناسور په رنگه په مزه مزه غم څڅیږي-
پوره څلورمیاشتې وړاندې په شپاړسم دسمبر کال 2014م کې طالب وسله والو د پاکستان په پېښور ښار کې د سکول یوسل څلور دیش تنکي گلالي ماشومان ډیر په بې دردۍ وژلي وو – دهغې وروستو د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د غم او افسوس څرگندونې اوکړې ، دهشت گردو ته یې د ماتې ورکولو اعلانونه اوکړه - په چټکتیا سره یې قامي تگ لاره ( نیشنل ایکشن پلان) جوړکړو، د هیواد پارلیمان کې په آئين کې یوه ویشتم بدلون اوشو، پوځي عدالتونه جوړ شو او د پاکستان په پخواني جرنیل صدر مشرف د حملې په تور ککړو کسانو په گډون نهه دیرش نورو ته تیزندۍ هم ورکړې شوې-
خونن صرف څلورمیاشتې وروستو د پېښورد ارمي پبلک سکول مخې ته د ولاړې مورغم په پاکستان کې اوس بیخي چاته هډو "خبر" نه ښکاري - په شپاړسم اپریل په پاکستان کې زیاتره ټي وي چینلو ټوله ورځ په بیړني خبرونو کې دا ښودل چې د کراچۍ ښار په یوه انتخابي حلقه کې د انتخاباتو امیدوارانو په کوم هوټل کې نهاري ( دغوښې او سور مرچکي جوړ یو خوراک) خوړلو- دا خبر هم په مهمو خبرونو کې روان ؤ چې د کپتان صیب کور ودانې د کوم رنگ او سنگهار خانې قميص اچولي دی- په ټي وي چینلو په دغه ورځ دا هم ښودل کیدل چې د هندوستان فلمي اداکاره سونکشي سنها اوس سربه نه د پاتې ښه ډیره نرۍ شوې ده – په پیښور کې ولاړه غمجنه ماتمي مور د پاکستان کوم ټي وي، ریډیو اخبار ته هډو ښکاریدله نا– د هغې سپورې سڼې ، کنډول شوي سترغَلي ، تشې منگوَلې هډو چا لیدلې نا-
د نړۍ د پوهانو خیال دی شپاړسم دسمبر د پاکستان د تاریخ تر ټولو بوگنونکی ورځ وه- په دغه ورځ دهشت گردو د هیواد په سبا حمله کړې وه- د هشت گردو یواځې یو سل څلور دیرش میاندې نه وې غمجن کړې د ر یاست په وجود یې سوال لگولې ؤ، شپاړسم دسمبر د پاکستان 9/11 ؤ خو صرف څلور میاشتې ورستو دغه ورځ په پاکستان کې هډو چاته یاده نه ده –
د شپاړسم دسمبر په ویر کې په غمجنو کورُونو کې بلې ډیوې تتی شوي دي- د رحمان بابا په څلي د ولاړو ملنگانو غاړو ته پراته کچکولونه نسکور شوي دي، د مهابت خان جماعت په منارو کې ناستې خارونۍ چغار نه کوي ، د قلعه بالا حصار پاخه بورجلونه لکه د بدها خاموشه دي،او د پېښور په خوا کې د اباسين د شنو اوبو رنگ لکه د وینې سور دی- د پېښور د پاسه په اسمان وریځ د وينې باران کړې دی- خو څوک یې ویني؟؟