لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ، پارلیمان، دښمن او پښتون


د پاکستان کورني روڼپالي ليکونکي او نړيوال مطبوعات دتیرې یوې لسیزې راهسې په پاکستان کې د اولسي واک په پرتله د طاقتور پوځ په حقله زیاتره وخت داسې ليکي چې پوځ د غیر ریاستي تندروه لښکرونو پالونکې اداره جوړه شوې ده- نيوکې کونکي واېي د پوځ او تندرؤ ډلو ترمنځ د روان پټ پټوني په وسني دور کې په بل کوم هېواد کې څه نظیر نشته دی- خو وس داسې بريښي د پاکستان په پوځ د تورونو او نیوکو انگازې یواځې د باندينو مطبوعاتو او روڼ پالو په ليکُونو کې نه بلکې د پاکستان د اولسي طاقت په تت شوي مرکز پارلیمان کې هم په خپریدلو دي –هم دا اونۍ د پاکستان په سنیټ کې د هېواد کيڼ اړخو اوښي اړخو سینیټرانو په یوه خله د ریاستي ادارو او ترهگر تنظيمونو تر منځ د اړيکو د پلټنو غوښتنه کړیده –

دکيڼ اړخه گوند پیپلز پارټۍ سینیټر فر حت الله بابر ويلي دي داسې ثبوتونه شته دې چې د تندروه تنظيمونو او استخباراتي ادارو په خپلو کې رابطې دي- د یو ښي اړخه مذهبی گوند جمیعت علما اسلام سینټر حافظ حمدالله تپوس کړی دی چې په هېواد کې تندروه تنظيمونه چا جوړ کړي دي او ولې؟ دا تپوسونو اوبحثونه په داسې حال کې شوي دي چې یوه ورځ د مخه د پاکستان د دفاع په ورځ په شپږم ستمبر د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال راحيل شريف ويلي وو په هېواد کې د بډو رشوتونو او تندروۍ په خپلو کې تړون دی-

د پاکستان د طاقت په مرکزونو کې د یو بل په ضد او مخالفه اړخونو ته گوته نيونکي بیانونو د تر هگرۍ په ضد جوړې کړې شوې تگ لارې نیشنل ایکشن پلان په وجود شکونه پیدا کړي دي او په دې د ټولو د ېوې صلاح خبره په شک کې پریوتې ده –

په 16م دسمبر 2014ء غیر قانونه گرزول شوي تنظیم تحريک طالبان پاکستان په پیښور ښار کې په ارمي پبلک سکول په حمله کې د سکول 154 طالبعلمان او د عملې دنورو غړو د وژلو وروستو په هېواد کې د ترهگرۍ د مخ نيوي په شلو نکتو اډاڼه یو قومي تګلاره د نیشنل ایکشن پلان په نوم جوړه کړې وه-

په پاکستان کې د شپا ړسم دسمبر د پېښې وروستو په شمالي وزیرستان کې د تر هگرو په ضد عملیات ضرب عضب شورو کړې شوی وو او د میلینو په شمیر کې پښتانه قبایئل ددغه سيمې څخه کډوال شوي وو- د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د خپل شپږم ستمبر په تقرير کې ويلي دي چې د ضرب عضب عملیات د هېواد د بقا جگړه ده او په نولس زره عملیاتي حملو کې خپل هدف ته رسيد لي دي او دښمن ته یې ملا ماته کړې ده-

د ښاغلي راحيل د بیان څخه یوه اونۍ د مخه تر هگرو د پښتنو په دوه غټو ښارونو پېښور اؤ مردان کې پينځلس پښتانه او دوه اونۍ د مخه د پښتنو په یو بل غټ ښار کویټه کې 73 مخوريزه پښتانه وژلي وو- ددغه حملو زمواري جماعت احرار نومې تندروه ډلې منلې وه- ددغه خونړو بريدونو څخه وروستو د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په پنجاب صوبه کې د پرمختگ د یوې درنې منصوبې د پرانستې په وخت ويلي وو ترهه ګر وس هم په هېواد کې وړې وړې حملې کوي د خېبر پښتون خوا د مردان ناظم حمایت الله مایار د وزيراعظم د دغه بیان وروستو ويلي وو چې نه پوهېږي چې نواز شريف ته پښتانه د ځناورو نه هم کم ښکاريیو پښتنون سیاست مدار او دانشور افراسیاب خټک واېي په پاکستان کې وسله وال صرف پښتانه په نخښه کوي – افراسیاب خټک واېي د مترقي پښتنو څخه علاوه په پاکستان کې هر څوک بې د څه ویرې هم جلسې کولې شي او هم جلوسونه وښکلې شي- هغه واېي پښتنو ته په پاکستان کې هېڅ تحفظ نشته - ښاغلي خټک د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې ويلي دي که چري په پاکستان کې ورته تحفظ ورنه کړې وشو نو بیا به د نړیوالو څخه د تحفظ غوښتنه وکړي-

په پاکستان کې طالبان او نور وسله وال تنظیمونه جمهوریت ته د کفر نظام واېي او ددې د منونکو خلاف جگړې کوي خو په سوېلي ایشیا کې په ترهگربریدونو کې وژل شوي کسانو شمیره کونکې یوې ویب پاڼې ساوت ایشیا ټیررازم پورټل په خپلو شمیرو کې ښاېي په تیرو پنځوؤ کلنو کې د پاکستان په قباېلي سېمو، پښتونخوا، او بلوچستان کې شپږ نیم زره کسان وژل شوي دي. دغه رپورټ واېي په دغه موده کې د هیواد په پنجاب ایالت کې په ترهګرۍ کې د وژل شوو کسانو شمیره یواځې پېنځه سوه ده-

د پاکستان د طاقتور پوځ د تندروه تنظیمونو په ضد په جگړه کې خپلو هدفونو ته د رسیدلو دعوا او په پوځي ادارو د پارليماني مشرانو نيوکې په خپل ځاېی خو د نن یواځینې روڼ حقيقت دادی چې په پاکستان کې دتیرو لسو کالو راهسې د پښتنو په وینو دعادت شوي دښمن نه خو تنده ماته شوې ښکاري او نه ملا ماته شوې ښکاري -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG