لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې سړي وس هم ښځه خپل ملکيت گڼي


ښځې نه خو څاوري دي او نه د سړو ملکيت، دا خبره د ښځو د حقونو لپاره او د سخت دريزۍ په ضد کارکونکې ادارې اویر گرلز(باخبره جينکئ) تنظيم مشرې گلالۍ اسماعيل کړې ده. گلالۍ واېي په پاکستان کې ددغه سوچ ختمولو په ضد به جينکو له پخپله راپورته کیدل پکار وي. خو گلالۍ دا هم واېي په کومه معاشره کې چې دا پاتې کیږي هلته دغه شان خبره کول څه اسان کار نه دی. هغې وویل ددغه خبرو په سر ورته خلق پېغورونه هم کوي او ورباندې د امریکې او هند د استخباراتي ادارو سي اېي ای او د را د ایجنټۍ کولو تورونه هم پورې کوي. هغې وویل څو ځله یې ژوند ته د ورپېښو خطرو له کبله خپل کور هم بدل کړلو.

څيړونکي وايي پاکستان کې دبشري حقونو نړيواله ورځ په لسم دسمبر په داسې حال کې نمانځلى شي چې دغه هيواد په ټوله نړۍ کې دزنانه ؤ، خبريالانو او اقليتونو لپاره ترټولو خطرناکو ځايونو کې شميرلى شي او کوم کسان چې دبشري حقونو لپاره دغلته غږ پورته کوي هغوي هم اکثره تر ګواښ لاندې راغلي او څو ځله داسې هم شوي چې وژل شويدي.

پاکستان د بشري حقونو د نړیوالې ورځ په مهال په سرکاري ټي وي ويلي دي دبشري حقونو نړيواله ورځ ددې ژمنې سره نمانځلى شي چې پرته له کوم امتياز څخه به دټولو خلکو دبنيادي حقونو تحفظ باوري کولى شي. په پاکستان کې سهکال داکتوبر په مياشت کې پارلېمان دغيرت په نوم دقتلونو مخنيوي لپاره بلونه هم منظوري کړي دي.

گلالۍ د خېبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کې پاتې کیږي او واېي ددې تنظيم جوړولو مقصد یې دا و چې په سيمه کې د ښځو لپاره د برابرۍ د حقونو او سخت دريزۍ په ضد مبارزه کونکي جينکۍ په یو مرکز راغونډې کړي. د گلالۍ په خیال د پښتنو په ټولنه کې سخت دريزي هغه وخت ختمیدلې شي چې د خلقو د زهنونو څخه د سخت دريزۍ سوچ رواښکل شي. د هغې په خیال په نړیوال کچ د پیژندل شوي پښتون ملت پاله مشر خداېي خدمت گار باچاخان د عدم تشدد فلسفه که چري عملي کړې شي نو خلق به تندروي پرېږدي. گلالۍ دعوا کوي چې ځيني ځلمي چې د تندرؤ تنظيمونو په لاس ورتلونکي وو د دوېي په کوښښونو سمې لارې ته ستانه شوي دي .

گلالۍ اسماعيل ته د خپلو کارونه لپاره روانه میاشت په فرانس کې شيراک جایزه ورکړې شوی ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:37 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG