جانانه زما ستا نه زار شمه زه

Shaan Khan 1

د سويلي وزيرستان د کړمې ځلمی سندرغا ړی شان خان واېي په پاکستان کې په يوټيوب قدغن د هېواد د کلتور او موسيقۍ صنعت ته بې کچه زيان اړولې دی- په پاکستان کې دا وخت د يو ټيوب په کتلو حکو متي قدغن دی هم دا وجه ده د شان خان نوې پښتو سندره جانان دا وخت ېواځې په فېس بک کتلې کېدې شي-
جانان سندره د پښتو د فوکلور او د ١٩٣٠م دلسيزې په آخره کې په غربي موسيقۍ کې معا رفي شوي انداز "آر اېنډبي" Rhythm and Blue د موسيقۍ د جوړخت نه تېاره شوې ده- د جانان سندرې د آستاېي نه وروستو درې ډېرې خوږې ټپې دي-

Your browser doesn’t support HTML5

Janaan


شان واېي وړاندې ېې د اردو ژبې سندرې وېلې او په آينده کې به هم واېي خوواېې پښتوسندرې ېې د پلار ميراث دی- شان د خدائ بخښلي سندر غاړي کمال محسود ځوی دی- د اسلام آباد د نمل پوهنتون نه ېې د بېچلر آف بزنس اېډمينسټرېشن ډگري اغستې ده-
د ډيوه همکار رحمان بونېري سره تاسو د شان مرکه دلته اورېدې شۍ-

Your browser doesn’t support HTML5

Shan Interview