د ترکي او یورپي یونین د تازه لوظنامې په یونان کې په پاکستانیانو هم اثر شوی

t

په یونان ایتهنز کې د پاکستان سفير ډیوه ریډیو ته په یوه مرکه کې ويلي دي چې د ترکي او یورپي یونین تر منځه د شوې تازه لوظنامې وروستو وس یونان ته رسیدونکو کډوالو په شمیره کې کمی راغلی دی – ښاغلي سفير سعید خان مومند ويلی دي چې کوم پاکستانیان د اقتصادي بد حالۍ د لاسه یونان ته رسي نو د هغوېي شمېر په وړو کې د مالگې هومره ده خو دې تازه لوظنامې ورباندې اغیز کړی دی-

په ليس بوس جزيره موریا کیمپ کې د وي او ای خبریال هينري ریجویل ته په یونان کې پاکستاني سياسي پناه غوښتونکو ويلي دي چې تازه لوظنامې د دوېي په مستقبل لوېي اثر کړی دی-

Your browser doesn’t support HTML5

په یونان کې د پاکستان سفير سعيد خان مومند د رحمان بونیري سره مرکه

د یورپي یونین او ترکي ترمنځه د لوظنامې تر مخه به هغه کډوال چې د ترکي نه په غیر قانونه توگه یورپ ته ننوتي دي بیرته ترکي ته ورکول کیږي- هغه کډوال چې یونان ته رسيدلي دي نود هغوېي په یورپ کې د پناه اخستلو خواستونه به وس ځان ځانله کتل کیږي او د چا خواست چې نامنظوره شي هغوېي به بیرته ترکي ته لیږل کیږي- دا لوظنامه په شام او عراق کې د جگړې د لاسه د لکونو په شمیره کې یورپ ته د کډوال کیدونکو د زیاتیدونکې شمیرې په وجه شوی ده او د روان کال د شلم مارچ نه عملي شوې ده-

یونان ته په رسیدونکو زرگونو کډوالو کې ځيني پاکستاني کډوال په خصوصي توگه خپل ځانونه ډیر غیر محفوظه او ستونزو سره مخ گڼي دوېي واېي چې یورپ کې د پناه اخستلو د پاره وس د دوېي خواستونه د شش وپنج سره مخ دي او دغه خبرې دوېي گنگس کړی دي- دغه کډوالو سره یو فکر دا هم مل دی چې د ناسمه قانوني کاغذونو د لاسه ممکنه ده چې دوېي ته پاکستان ته د واپس تللو اجازت هم ور نه کړی شي-

ښاغلی سفير په دغه حقله د شوي یو تپوس په ځواب کې دا مني چې د نوې لوظنامې اثرات به ارو مرو وي خو واېي چې په یونان کې نيول شوي یا کېمپونو کې پراته پاکستانیانو سره څه قسمه هم د پاکستان قانوني کاغذ وي نو سفارت خانه به یې د یو بیړني سفري پاسپورټ بندوبست کوي او بیرته به یې ليږي-

په یورپ کې د داعش د ترهگرو د حملو وروسته د بیړني حالاتو په حقله د یو تپوس په ځواب کې ښاغلي سفير ويلي دي چې هلته په یونان کې د شام، عراق، پاکستان، افغانستان او نورو ملکونو نه ورغلي نزدې پنځوست زره کډوال په څلورو کیمپونو کې پراته دي او دغه ځایونو ته هاټ سپاټ یا د څار لاندې ځایونه ويلی کیږي سفير زیاته کړه چې په برسلز کې د تازه حملو وروستو په یونان کې هم د هاېي الرټ یا بیړني تابیا امر شوی ؤ خو وس ژوند بیا په قلاره شوی دی-