تيره ورځ د پاکستان مرکزي کابينې قبايلي علاقو ته د اسلام اباد سترې محکمې او هائي کورټ د واک اختيار غځولو پريکړه کړې ده خو د فاټا دسياسي ګوندونو داتحاديي مشران، دسينیټ غړي او څيړونکي وایي د نوي بل د لارې راوړونکي اصلاحات نيمګړي دي۔
د فاټا دسياسي ګوندونو داتحاديې نائب صدر نثار مومند وايي دغه عدالتي نظام به قبايلي اولس ته هيڅ قسمه ګټې ورنکړي
دهغه په وینا” د قبايلي اولس سره ظلم دی، که پېښور هائیکورټ فاټا ته غځول شوي وی نو د فاټا اولس ته به ډير سهولت وی، د وزيرستان خلک به د ډي ايي خان، د باجوړ خلک به سوات او د نورو ايجنسو خلک به پېښور ته راتلل، او دا به ډيره اسانه وه"
د مرکزي حکومت لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي وو چې د رواج ايکټ پر ځايي به نوی ايکټ راوړي خو دفاټا سره تعلق لرونکی دسينیټ دسيفران کميټۍ مشر هلال الرحمان وايي"نوي ايکټ لامونږ ته نه دی راغلی خو د معلوماتو تر مخه د رواج ايکټ فقط نوم بدل کړی شوی دي ،او ښکاري چې د پارليمان پر ځايي د صدراتي حکم د لارې منظوري ورکړل شي"
وتلی خبريال افتخار فردوس وايي د څيړونکو سره د خبرو نه معلوميږي چې په نزديو ورځو کې فاټا په خيبر پښتونخوا کې نه شاميليږي۔
د وفاقي کابينې لخوا جاري شوي اعلامیه وايي چې د سپریم کورټ او اسلام آباد هايي کورټ واک به فاټا ته غځول کیږي خو دا واضحه نه ده چې فاټا سره نردې د پیښور هائیکورت د واک ساحه قبایلي سیمو ته ولې نه غځول کیږي.
د کابینې د غونډې په اړه مطبوعاتو ته جاري شوی حکومتي بیان وايي چې پارلیمنټ نه د عدالتي قانون د منظورۍ ورسته به د انگریز د وخت قانون ایف سي ار ختم کړی شی، قبایلي سیمو ته به د اعلا عدالتونو عملداري او د پاکستان عادي قوانین وغځول شي.
نور احوال د ډیوه راډیو دخبریال ارشد مومند په لاندې رپورټ کې اوریدلی شئ
Your browser doesn’t support HTML5