د کابل تر خونړيو بريدونو وروسته پاکستان د کابل پروسې ته پلاوی لېږي

DR faisal spokenman of foreign office of Pakistan

په افغانستان کې د امن او له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان رول زیات مهم ګڼل کېږي، ځکه اسلام اباد هم اعلان کړی چې په فبرورۍ کې جوړېدونکې غونډې ته خپل پلاوی ولېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې حکومت یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ د کابل پروسې غونډې ته خپل یو پلاوی لېږي، چې د حکومت او پوځ لوړپوړي استازي به هم ورسره ملګري وي.

ډاکټر فیصل پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ټویټ کې ولیکل، چې حکومت یې دا ګام د خپل هغه وړاندیز د عملي کولو په مقصد اخیستی، چې غواړي له ورور افغانستان سره پراخ نزدېکت ولري:

"له افغانستان سره د رغنده او ګټور پیوستون په خاطر پاکستان د [کابل پروسې] له کارکوونکو ډلو سره د فبرورۍ په ۳مه په لومړۍ غونډه کې برخه اخلي"

افغان حکومت هوډ څرګند کړی چې په هېواد کې د امن د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر تګلاره د خبرو لپاره په فبرورۍ کې د کابل پروسې په نوم دویمه غونډه وکړي.

په افغانستان کې د امن او له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د پاکستان رول زیات مهم ګڼل کېږي، ځکه اسلام اباد هم اعلان کړی چې په فبرورۍ کې جوړېدونکې غونډې ته خپل پلاوی ولېږي.

افغان چارواکو په داسې وخت کې چې هېواد یې د ترهګرۍ له خونړیو بریدونو سره مخامخ دی، د سه شنبې په ورځ اعلان کړی، چې حکومت یې د کابل پروسې د دویمې غونډې لپاره تیاري کوي، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به پکې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل پروسې په غونډه کې د ګډون تر اعلان څو ګنټې مخکې خبر خپور کړ، چې د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې یې کابل ته د خپل پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه تر سفر څه وروسته وروسته هغه ۲۷ ترهګر افغان حکومت ته وسپارل، چې له افغان طالبانو او حقاني ډلې سره یې تړاو درلود.

کابل له اسلام اباده تل غواړي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو او حقاني ډلې په ضد یا پخپله ګامونه پورته کړي او یا یې افغانستان ته وسپاري، خو په اسلام اباد کې افغان سفیر عمرزاخېلوال د دې خبر پر ریښتینوالي حیراني څرګنده کړه، چې پاکستان دي ۲۷ وسلوال ورسپارلي وي. هغه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل:

"دا واقعاً زما لپاره یو [نوی] خبر دی! که داسې وشي نو دا به زموږ د دوه اړخیزو اړیکو په پرمختګ کې یو ډېر لوی ګام وي"

د پاکستان او افغان چارواکو تر منځ دا خبرې په داسې وخت کې تبادله شوي، چې یو لوړپوړی افغان پلاوی اسلام اباد ته ورغلی او غواړي د دې هېواد له وزیراعظم او نورو لوړپوړو حکومتي، پوځي او استخباراتي چارواکو سره وویني.

په کابل کې د افغان حکومت د اجرائیه رياست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، د افغان استخباراتو (ملي امنیت) مشر معصوم ستانیکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک اسلام اباد ته د دې لپاره تللي، چې پاکستاني چارواکو ته په کابل کې د وروستیو بریدونو په اړه شواهد وړاندې کړي، چې ذمه واري یې په پاکستان کې مېشتو افغان طالبانو منلې او ترې وبه وغواړي چې د دغو بریدونو پلانوونکي افغان حکومت ته وسپاري.

د کابل پروسې دویمه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له وسلوالو طالبانو سره له خبرو انکار کړی او ویلي یې دي چې د وسلوالو په ضد به په نوي طرز جګړه وکړي او افغان حکومت هم د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په تړاو ویلي، چې طالبان د وروستیو خونړیو بریدونو په تر سره کولو تر سره کرښه تېر شوي دي.

د کابل پروسې لومړۍ غونډه د ۲۰۱۷م کال په جون کې شوې وه، چې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو پلاوو او د نړیوالو سازمانونو استازو پکې ګډون کړی وو او په افغانستان کې د امن مذاکراتو په اړه یې خبرې پکې کړې وې.