"که عدالت د بې درکه کسانو پوښتنه و نه کړه نو خلک به بیا منظور پشتین ته ځي"

.

د پاکستان یو لوی څارنوال ساجد الیاس بټي د ورک شویو کسانو په اړه سترې محکمې ته د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خپل یو وړاندې کړي راپور کې ویلي چې ۱۳۳۰ بې درکه کسان د امنیتي ادارو د پښتنو ګرویږنو په مرکزونو کې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د اعجاز افضل خان په مشرۍ د قاضیانو یو درې کسیزه بېنچ ته دا راپور هم ورکړل شوی چې ۲۵۳ دا ډول بندیان خوشې شوې هم دي.

د مقدمې قاضیانو له څارنوال څخه پوښتنه وکړه چې د هغو مرکزونه په اړه چې د بې درکه خلکو په باره کې د معلوماتو په ورکولو کې یې همکاري نه ده کړې ایا د هغوي پرضد څه قانوني ګامونه پورته شویدي او کنه؟

د ورک شویو کسانو د کمیسیون وکیل انعام رحیم عدالت ته وویل چې امنیتي ادارې ورته نه د ورکو شویو کسانو په اړه راپور ورکوي او نه هم ددوي امر مني.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼه ټریبیون لیکي چې انعام رحیم ددغه کېس د راتلونکې په اړه خواشیني څرګنده او وویل:

(ستاسو (اعجاز افضل خان) له دندې تر تلو وروسته به د ورک شویو کسانو کورنۍ منظور پشتین ته د مرستې غوښتنې لپاره ورځي.)

دغه وکیل همدارنګه وویل، ختیځ پاکستان د هغې راهیسې جلا او ټوټه شوی له کومې راهیسې چې د خلکو ورکېدل پیل شویدي.

که څه هم په پاکستان کې تر اوسه پورې یواځې د ۱۳۳۰ ورکو شویو کسانو د بندې کېدو په اړه راپور خپور شو خو په دغه هېواد کې خپلواکې ادارې وايي چې ‌په پاکستان کې د ورک شویو کسانو شمېر تر یادې شمېرې څو برابره زیات دی.

د نادرکه کسانو د حقونو لپاره کارکونکی ماما قدیر په وي او اې ډیوې ته په خپلو مرکو کې ویلي، د بې درکو کسانو شمېره په زرګونو ده. ماما قدیر دا هم وايي چې یواځې ۵۰۰۰ بلوڅ زده کونکي نا درکه شویدي.

په پاکستان کې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غوښتنو څخه یوه هم له حکومت او پوځ څخه د ورک شویو کسانو په اړه د معلوماتو غوښتنه کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان کې یواځې پښتانه تر ۳۰۰۰۰ زیات بې درکه شویدي او په خپلې هرې غونډه کې له چارواکو دا غواړي چې دا ورک کسان دې محکمو ته وړاندې شي او که کوم جرم پرې ثابت نشي نو باید هرو مرو خوشې کړای شي.

د نادرکه کسانو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو لګول کیږي خو په عدالتونو کې د مقدمو په وخت د دغه هېواد استخباراتي ادارو استازو دغه تورونه نه مني.