میانمار د م م هغه راپور رد کړ چې پوځ یې د روهینګیا په مسلمانانو ظلم او تیری کړی

میانمار د ملګروملتونو د پلټونکو د ځانګړې ډلې هغه راپور رد کړ په کوم کې چې ددغه هېواد پوځ د روهینګیا د مسلمانو لږکیو په ټول وژنې یا قتل عام او ددوی په وړاندې د بشري حقونو په تیریو باندې تورن شوی دی.

د میانمار د پوځ ویاند زا هېتې نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ دولتي تلویزیون ته وویل، چې دوی د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا له شویو څرګندونو سره موافق نه دي.

بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د روهینګیا له مسلمانانو څخه داسې معلومات ترلاسه کړیدي چې د میانمار یا برما پوځ او امنیتي ځواکونو له دوی سره د جنسي تیریو په ګډون ګڼ نور بشري تیري ترسره کړیدي.

د امریکا متحده ایالات وايي، دوی دغه معلومات په بنګلدیش کې د روهینګیا د کډوالو په کمپ کې له زرو څخه د زیاتو مرکو په ترڅ کې راټول کړیدي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیري نیکې هیلې امنیت شورا ته د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې نړۍ دا څاري چې دوی د دغو حالاتو په اړه څه ډول غبرګون څرګندوي.

"د امنیت د شورا دریځ دا دی چې مونږ باید ټول هغه کسان مسول وګڼو چاچې په تاوتریخوالي کې لاس درلود او له دوی سره باید حساب وشي. "

ددې میاشتې په سر کې د ټرمپ ادارې د میانمار په پنځو پوځي مشرانو او د پوځ په دوو ټولیو باندې د کلیو د سوزولو په ګډون د ګڼو بشري تیریو له امله بندیزونه ولګول.

د ملګروملتونو ځانګړې ډلې چې په میانمار کې یې د بشري حقونو د تېریو په اړه راپور خپور کړی، د امنیت له شورا څخه غوښتي دي چې دغه دوسیه دې په هېګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

خو داسې ښکاري چې د ویټو حق لرونکي روسیه او چین به پرې نه ږدي چې دا کار ترسره شي.

په ورته وخت کې د روهینګیا کډوال چې په نړۍ کې د کډوالو په تر ټولو ستر پنډغالي یا کمپ کې ژوند کوي له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د روهینګیا مسلمانو کډوالو ته په هېواد کې دننه حالات دومره نه دې جوړ شوي چې دوی بېرته خپلو کورونو ته په خپله خوښه او رضا سره وګرځي.