مهم نړیوال خبرونه

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غږ کړی چې په سعودي عربستان باندې دې د وسلو هر ډول خرڅول بند کړای شي.

دغه غږ وروسته له هاغې پورته شوی چې تېره میاشت په یمن کې د ښونځي په یو بس باندې د بمي برید په ترڅ کې د څلوېښتو ماشومانو په ګډون ۵۱ تنه وژل شوي وو.

د بشري حقونو د څار ادارې (اچ ار ډبلیو) د اتوار یا یکشنبې په ورځ په خپل یو خپور کړي راپور کې یاد برید یو ښکاره جنګي جرمن بللی.

دوی ویلي، له دې پېښې سره د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف لخوا د وژل شویو ملکي وګړو په نوملړ باندې نور هم زیات شول کوم چې یې په ودونو، د جنازو په مراسمو، روغتونونو، او ښونځیو کې وژلي وو.

د سعودي ایتلاف په یمن کې د هوسې یاغیانو پرضد د امریکا په ملاتړ د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې راهیسې جګړه کوي.

----------------------

د برازیل په موزیم کې ستر لګېدلی اور اوس د کابو کېدو په حال کې دی.

د اور وژنې د ادارې یو ویاند رابرتو روبېدې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې دغه اور به په راتلونکو څو ساعتونو کې په بشپړه توګه مړ شي.

په دغه ۲۰۰ کلن موزیم کې د شلو میلیونو زیات لرغوني اثار دي.

د برازیل ولسمشر میشل ټیمر ویلي چې په موزیم کې اوښتی تاوان له حسابه وتی دی.
نوموړي په یو بیان کې ویلي چې دا د برازیل لپاره یو غمجنه ورځ ده. د دوه سوو کلونو کار، څېړنه او پوهه مو له لاسه ورکړه.

--------------

د سپټمبر دریمه نېټه هر کال په امریکا کې د مزدور یا کارګر د ورځې په نامه ددې لپاره لمانځل کیږي چې د کارګرانو او د هېواد اقتصاد ته د هغوي د مرستې درناوی وشي.

په ۱۸۸۰ کال کې په امریکا کې کارګرانو په اونۍ کې شپږ ورځې د ورځې ۱۲ ساعته په ډیرو کمو پیسو کار کاوه.

په کوچنیو ماشومانو حتی پنځه کلونو باندې هم په کارخانو کې کار کېده.

بلاخره د ۱۸۸۴ کال د جون په ۲۸ نېټه د سپټمپر لومړۍ د ګل یا دوشنبې ورځ د کارګر د ورځې په نامه په کانګرس کې پاس شوه.