حمدالله محب: نوی کال به په افغانستان کې د سولې او ارامۍ کال وي

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي حمد الله محب نن د چارشنبې- شورو په روځ په ارګ کې د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې وویل چې نوی کال به د څو مهمو پیښو شاهد وي.

نوموړي وویل:"سږ کال به موږ څو مهمې پیښې لرو، اول خو ولسمشریزې ټاکنې دي دویم د سولې لپاره لویه جرګه ده او دریمه موضوع د نوي پارلمان پرانیستنه ده نو امید وار یو چې دا کال به د سولې او ارامۍ کال وي او انشا الله د افغانستان خلکو چې کوم مشکلات ګاللي دي د هغې نتیجه به موږ سږ کال ومومو".

د ملي امینت شورا مشر حمد الله محب په داسې حال کې راتلونکی کال د سولې او امن کال وګڼلو چې په دې وروستیو کې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالت د سولې پروسې پر سر خوابدي شوي دي.

د سولې پروسې وروستی پینځم پړاو چې شپاړس ورځې په قطر کې د امریکا د پلاوي او د طالبانو د استازو تر منځ یې دوام وکړ، د ملي امینت شورا مشر حمد الله محب پر خلیلزاد له دې امله نیوکه وکړه چې په وینا یې له طالبانوسره په خبرو کې په افغانستان کې واک ته رسېدل غواړي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت حمدالله محب څرګندونې رد کړې او نوموړی یې د شویو څرګندونو د وضاحت په تړاو وزارت ته ورغوښتی وو.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په امریکا کې د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره لیدلي او د سولې پر پروسه او په دې اړه یې د راتلونکو اقداماتو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسه له پېچلیتاوو سره مل ده.

نوموړي ویلي د سولې لار اسانه او نېغه نه ده خو هیله یې څرګنده کړه چې د سولې پر هغه لار به مخ په وړاندې حرکت کوي چې سمه وي او د سولې هدف ته د رسېدو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

په همدې حال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ویلي، د سولې د شپږم پړاو خبرې به د امریکا پلاوی، د افغانستان د سیاسي مشرانو او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د 2019م کال د اپرېل پر 24مه کیږي.