دامن کانفرنس:دافغان کشالې هواری یوازې دخبرو اؤ سیاسي لارې ممکن دی

دافغانستان او خیبرپښتونخوا دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،مدني فعالانو او قومي مشرانو ویلي دافغانستان امن او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.

دافغانستان او خیبرپښتونخوا دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو،مدني فعالانو او قومي مشرانو ویلي دافغانستان امن او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.

دچهارشنبې په ورځ دامن او ثبات په تړاو په پلازمینه کابل کې راجوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې چې مشرۍ یې عوامي نیشل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پرغاړه درلوده دبیلابیلو سیاسي ګوندونو لسګونو غړو ګډون کړی و.

دافغانستان دختېزې برخې قومي مشر او دسولې عالي شورا پخوانی مرستیال حاجی دین محمد وویل چې دافغانستان د روانه کشاله د جګړې په دوام سره نه شي هواریدلی.

نوموړی وايي د پښتنو مشران که دسیمې په هره برخه کې اوسیږي ،که واک او صلاحیت ورکړل شي دسولې اؤ امن په راوستو کې به مهم کردار ترسره کړي.

هغه وویل"دولت وي اوکه د دولت مخالف خلک اؤ یا ګاونډیان دا ټول امن ته ضرورت لري او امن په یوه تفاهم سره منځته راتلی شي او دامن لپاره قومي مشران قومونه ولسونه که دکرښې دیخوا دي او که هغې خواته دشخړو په هواري کې تاریخي تجرې لري"

مدني اوسیالي فعاله نذاکت کلثوم دامن کنفرانس ته په وینا کې وویل په سیمه کې روانو جګړو او ناامنیو پښتون قوم ځپلی او مشرانو ته یې پکار دي چې دژوند په هره برخه کې دپښتون ولس دژوند له ټولو انساني حقونو دفاع وکړي.

هغې وویل"نن تاسوټول فیصله وکړئ،دا خاوره او په جګړو کې دا سوځیدلي خلک او په تیارو کې ډوب نسل ته دترقی او سوکالۍ لارې ازادی کړئ، امن راولئ او دهرافغان پښتون میندې خویندې چې ډیرو غمونو بې سوده کړي دي دسرسیوری یې جوړ شئ دپښتون قوم حق د غوښتنې لپاره مشران خپل اواز پورته کړئ"

دخیبرپښتونخوا سیاسي فعال شهاب الدین خټک وايي په سیمه او نړۍ کې پښتون ولس امن غوښتونکی قوم دی او پر هغوی جګړه دنورو لخوا تپل شوې ده.

خټک وویل په روانو جګړو،چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره افغان ولس هیڅ طاقت دنړۍ نه شي محوه کولی.

نوموړی وايي لاهم پښتون ولس په خپلو کې ژورې اړیکې لري او د دې قوم دویشلو په تړاو پیل شوې هڅې ناکامه شوي دي.

خټک زیاته کړه زه دې جنګ پرستو ته دا وایم چې پښتانه او افغانان د تاریخونو مختلف قسم ستونزو نه تیرشوي قومونه دی او دا قوم دظلم پرضد او دخپلو حقونو د دفاع لپاره په نویو، نویو شکلونو کې راپاڅیدلی شي چې ښه بیلګه یې په لرکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځوانانو راپاڅیدل دي.

د خیبرپښتونخوا او دافغانستان سیاسي ګوندونو،سیاسي او قومي مشرانو دسولې او امن کنفرانس ته د وینا پرمهال په راتلونکي کې د دا ډول نورو کنفرانسونو په جوړیدو ټینګار وکړ او دایې دپښتون ولس په سیمه او افغانستان کې دامن او جګړې دپای او دپښتنو د یووالي لپاره ګټور ادقام ګڼلی دی.