د پښتونخوا صوبې په مومند ډېم په تېر 2019م کال کې کار پیل شوی چې ټاکل شوې تر 2024م کال پورې به د شاوخوا 300 اربه روپیو په لګښت پای ته رسېږي، خو ځایي خلکو د دې ډېم د جوړېدو په ضد احتجاج پیل کړی دی.
د مومندو احتجاج کوونکي وایي، دوی خوشاله وو چې له دې ډېم سره به په سیمه کې روزګار زیات شي، خو وایي په ډېم کې نه د دوی ځوانانو ته کار ورکول کېږي او نه دوی ته د مځکې معاوضه ورکړل شوې ده.