اسلام اباد: د حیات بلوچ د وژنې په ضد مظاهره کې د غیرعدالتي وژنو په ضد د قانون جوړېدو غوښتنه

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په تربت سيمه کې تېره هفته د وژل شوي زده کونکي حیات بلوچ د وژنې په ضد پرون په اسلام اباد کې هم احتجاج شوی دی. د برمش کمېټۍ له خوا د پرېس کلب مخې ته راجوړ شوې احتجاج کې یو شمېر بلوچ زده کوونکو او د عوامي ورکرز پارټۍ فعالينو ګډون کړی دی، هغوى د عدالت پرته د وژنو او په جبري توګه د خلکو د بې درکه کولو د عمل ودرولو غوښتنې کولې.
د احتجاج ګډونوالو د مرکزى حکومت نه د عدالت پرته وژنو پرضد د قانون جوړولو هم مطالبه کړې.