وزیراعظم عمران خان د روانې میاشتې په پیل کې د هېواد له جېلونو د هغو ښځو او ماشومانو د خوشي کېدو امر کړی وو، چې بدني یا نفسیاتي ناروغۍ لري.
د تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ او په پښتونخوا کې په جېلونو کې پر ښځو او ماشومانو د نظر ساتنې د کمېټۍ غړۍ عایشه بانو وایي، حکومت یې ښځو قیدانو ته هغه هنرونه ور زده کوي چې دوی تر قید وروسته خپل ژوند کولای شي او خپله ګټه وټه کولای شي.وزیراعظم عمران خان امر کړی چې د پاکستان په جېلونو کې ناروغه ښځې خوشي شي
Your browser doesn’t support HTML5