د پښتو ژبې خدمتګار 82 کلن لیکوال، شاعر او ادیب سلیم راز رنځور دی

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتو ژبې وتلی نوم ښاغلی سليم راز د تېرو څو ورځو راهیسې ناروغه دی او نه شي کولی چې خبرې وکړي. د کورنۍ د غړو په وینا ډاکټرانو ورته د ښه کېدو تسلي ورکړې او په کور يې درملنه روانه ده۔
سليم راز د پښتو ژبې د وتلي دانشور، محقق، شاعر او خبريال په توګه پيژندګلو لري او د دې تر څنګ د يو مزاحمتي اديب او سياسي کارکن په توګه پيژندل کيږي، چې د خپل عمر ډيره برخه په يې په قامي او طبقاتي مزاحمتي تحريکونو کې تېره کړې.
د يوولسو نه زيات يې د شاعرۍ او نثر کتابونه چاپ دي او د بچو په وینا يې تر 30 زيات کتابونه يې لا هم ناچاپه پاتې دي.