د پښتونخوا حکومت د راج کپور او دلیپ کمار د پلار نیکه له کورونو میوزیمونه جوړوي

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا د لرغونو آثارو د ساتنې محکمې د بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمونو د دوو نامتو هنرمندانو راج کپور او دلیپ کمار د پلار نیکه کورونه د هغوی مالکانو نه په پيسو اخیستي او د دې د ساتنې او رغولو نه پس د سیلګرو لپاره د پرانیستلو پلان لري.
دغه محکمه په دغو کورونو کې د دغو هنرمندانو د ژوند او هنر په حقله د میوزیم یا عجايب بګر جوړولو اراده هم لري. نور تفصیل د عجايب ګرو او د لرغونو آثارو د څانګې ‌‌‌‌‌‌د مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صمد نه واورئ: