پښتونخوا حکومت په روان مالي بجټ کې ښځینه کاروباریانو ته 20 فیصده پور ورکوي

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا حکومت د مالي کال 2021-22 په بجټ کې اعلان کړی وړو صنعتونو او تجارت ته د ودې ورکولو لپاره چې حکومت کوم پورونه په دې مالي کال کې ورکوي د هغې شل فیصده به ښځینه کاروباریانو ته ورکول کیږي.
خو د چېمبر پخوانۍ صدره مېرمن رخسانه نادر وایي حکومتي قرضې اکثره په غټه یا درمیانه کچه کاروبار کوونکي اخلي. کومې زنانه چې په وړه کچه کاروبار کوي هغوی د قرضو د پېچلي نظام له امله ددې اسانتیا نه محرومه وي. نور تفصیل په دې اړه د مدثرشاه او هاشم علي په رپوټ کې واورئ: