بلېنکن د لاوروف سره ملاقات کې: امریکا به د اوکراین ملاتړ جاري وساتي

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف

واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ په واضحه توګه خپل روس هم منصب، سرګي لاوروف، ته وویل چې امریکا خیال لري د روس د پوځي یرغل په وړاندې "تر هر وخته چې ضرورت وي"، اوکراین سره امداد جاري وساتي.

د امریکا خارجه وزارت وویل چې د دوو سپرپاورو ملکونو جګپوړو ډېپلماټانو په هندوستان کې د جي-ټونټي ناستې ترڅنګ، لس مېنټه یو د بل سره ملاقات وکړ. آخري ځل چې د امریکې او روس خارجه وزیرانو سره کتلي و، تېر کال د جنوري میاشت کې و، یعنې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه یوه میاشتې وړاندې.

د اوکراین په اړه د امریکا دا موقف څه نوی ندی، ځکه صدر بایډن ډېر ځله د خلکو په وړاندې دا وعده کړې چې اوکراین سره به مرسته کوي چې د روس قواوو مخه ونیسي. هغه د روس صدر ولادیمیر پوټین هم غندلی چې ولې یې په اوکراین یرغل کړی او اوس ولې جنګ نه ختموي. مګر د جګړې د پیل راهیسي، د روس او امریکا جګپوړو چارواکو تر اوسه داسې مخامخ نه و لیدلي چې د اوکراین په حوالې سره خبرې وکړي.

په فوري توګه هندوستان کې د روس او امریکې د خارجه وزیرانو د ملاقات او د بلېنکن د خبرو په باب، د روس له اړخه څه غبرګون مخې ته ندی راغلی او د روس خارجه وزارت د دې پخلی هم ندی کړی چې ګني د بلېنکن او لاوروف ترمنځ دې څه ملاقات هم شوی وي.

بلېنکن لاوروف ته وویل چې د جنګ معاوضه باید د ملګرو ملتونو د چارټر ترمخه اوکراین ته ورکړی شي، کوم چارټر چې د خودمختاریت او علاقائي سلامتیا درناوی کوي.

بلېنکن زیاته کړې ده چې امریکا او اوکراین غواړي دا جګړه په همدې بنیاد ختمه کړی شي. مګر د امریکا خارجه وزارت یو چارواکي ویلي چې ماسکو دغسې کوم عزم و اراده نلري.

د اوکراین په ختیځو سیمو کې روزانه سختې جګړې روانې دي، او روس د اوکراین په کریمیه جزیره نما باندې هم خپله ولقه کلکه ساتلې ده. روس په کریمیه باندې په ۲۰۱۴ کال کې قبضه ولګوله، مګر اکثره د نړۍ په کچه د روس واک اختیار هلته ندی تسلیم شوی.

بل اړخ ته د امریکا خارجه وزارت ترمخه، ښاغلي بلېنکن د روس خارجه وزیر سره ملاقات کې دا هم ورته ویلي چې ماسکو ته په کار ده د امریکا سره د سټارټ په نوم د جوهري وسلو د عدم تکثیر په معاهده کې بېرته شامل شي. روس په دې وروستیو کې د دې معاهدې نه ووتلو.

د سټارټ معاهده وایي چې روس او امریکا دواړه دې خپل خپل د اېټمي کوپړیو ذخیرې تر ۱۵۵۰ دانو پورې محدودې وساتي او یو بل ته دې اجازت ورکړي چې په دواړو ملکونو کې د اېټمي وسلو څارنه وکړي.