په متحده عرب اماراتو کې اسونه په ډېر شوق ساتل کېږي او په لوړو بیو له اروپايي هېوادونو څخه راوستل کېږي.
په اسطبلونو کې دا اسونه د اوږدو منډو لپاره تیارېږي او ورته ځانګړي خوراکونه ورکول کېږي.
د اسونو د ساتلو او روزلو په دې ځایونو کې ډېر پښتانه هم کار کوي.
نور تفصیل د عرفان بهادر په راپور کې.