بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن

Your browser doesn’t support HTML5

بي بي شیرینه پروګرام - نړيوال بېنک يا ورلډ بېنک څو ورځې وړاندې په يو رپورټ کې ويلي په پاکستان کې کروړونو شمېر کې خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي او اقتصادي حالت يې لاندې تللې دې. اقتصاد پوهان وايي د غربت او ګرانۍ لوی علتونه د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت راغورځېدل، د پرله پسې د تېلو بيعې بره تلل او بې روزګارۍ زياتېدل دي. هم په دې موضوع به په نن خپرونه کې د اقتصاد پوهه سره بحث کوو. تاسو هم خپل نظر د کامېنټونو او د ټيليفون د لارې شریکولې شئ.