هېلو وي او اې په ټي وي

Your browser doesn’t support HTML5

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو دپاره تیارۍ دوام لري، څېړونکي په دې لړ کې د مطبوعاتو او د سوشل میډیا کردار ته کتنه کوي. څېړونکي وايي په پاکستان کې په عمومي توګه میډیا مکمله ازادي نه لري او طاقتوره عناصر یې د مخالفینو د زورولو دپاره استعمالوي او موجوده حالات هم د پخوا نه مختلف نه دي.