لویه پښتونخوا په ټي وي

Your browser doesn’t support HTML5

د پښتونخوا په سرښار پېښور کې د پولیسو اؤ وسله والو تر منځ‌ نښته کې یو پولیس عسکر اؤ یو وسله وال وژل شوی دی.په پېښور کې د 12ؤ ساعتو دننه دا دویمه پېښه ده.همدا شان اوړمه شپه د مردان په کاټلنګ سیمه کې د ترهګرو سره نښته کې د مردان پولیس یو لوړ پوړی افسر ایس پي اعجاز خان وژل شوی اؤ د کاټلنګ د ډي ایس پي په ګډون درې نور پولیس وژل شوي وؤ. د بد امنۍ په دې مسله مونږ سره د پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ډاکټر سید اختر علي شاه او خبریال حق نواز خان ملګري شوي. کوربه نصرالله خان دی. تفصیل لپاره خپرونه ترپایه وګورئ