بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
Your browser doesn’t support HTML5
په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ لمانځلې کیږي.
د مطبوعاتو د آزادۍ نړېوال تنظیمونه پاکستان د صحافیانو دپاره خطرناک ملک بلي او وایي، په دې هېواد کې د صحافیانو د قتل، تشدد او د اغوا پېښې رامنځته کیږي. بل اړخ ته د بې پولې خبریالانو سازمان (آر اېس اېف) ویلي چې طالبانو په افغانستان کې په رسنیو او خبریالانو باندې ډېر زیات محدودیتونه لګولي دي او له امله یې د مطبوعاتو آزادي ډېره محدوده شوې ده.
په همدې موضوع به د خپرونې له مېلمه پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف سره بحث کوو.
کوربنې: نګین شاه او بهشته تلاش.