د ایران د صدر د مرګ په ملکي سیاست او د سېمې په حالاتو اثر او په کرغېزستان کې ګېر پاکستاني طالبعلمان او په پاکستان کې دهغوې د کورانو فکرونه
Your browser doesn’t support HTML5
د ايران سرکاري مطبوعاتو ویلي صدر ابراهيم رېيسي او د بهرنيو چارو وزير حسېن امیرعبداللهيان او نور چارواکي د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې په ځای کې مړه موندل شوي دي.
دغه پېښه د ایران په ملکي سیاست او د سېمې په حالاتو په خاصه توګه د اسرایل او حماس په جګړه څومره اثرات لرلی شي؟
او په کرغېزستان کې ګېر پاکستاني طالب علمان او په پاکستان کې دهغوې کورنۍ څومره فکرمنده دي؟
په دغه موضوعاتو د بحث مېلمانه دي د نیویارک نه د ډېوه څېړنکار جهانګیر خټک، خبریال او څېړنکارعبدالهادي مایار، د مردان نه د ډیوه خبریال ریاض حسېن او د منځني اېشیا د چارو ماهر پروفېسر ډاکټر شبیر احمد
کوربنه: ثمینه احسن
د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@