هېلو وي او اې: د پاکستان او د چین د ترهګرۍ پرضد د همکارۍ په لړ کې ګډه اعلامیه او په پاکستان کې په انټرنېټ نور بندېزونه
Your browser doesn’t support HTML5
د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف د چین پینځه ورځني سفر وروسته دواړو ملکونو په ګډه اعلامیه کې د سیمه ییز امن، ثبات، پرمختیا اؤ خوشحالۍ دپاره د همکارۍ اظهار کړی او په افغان طالبانو یې غږ کړی چې د ترهګرۍ پرضد دې جګړه وکړي او د افغانستان خاوره دې ترهګریزو فعالیتونو ته نه پرېږدي.
بلخوا میډیا رپورټونه وايي، د پاکستان حکومت د سوشل میډیا مواد فلټر کولو دپاره د نورو سختو ګامونو تیاری نیولی دی.
په دغه موضوعاتو د بحث مېلمانه: خبریالان او څېړنکاران فخر کاکاخېل او حق نواز خان او د کی پي آيي ټي بورډ درشل پروګرام یوه مشر پېر عماد شاه او ډ پېښور یونیورسټۍ استاد ډاکټر ناصر احمد
کوربنه: ثمینه احسن
د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@