د روانو چارو خپرونه *د پاکستان وفاقي بجټ پارلېمان ته پېش کړی شو *خیبرپښتونخوا د پاکستان تر ټولو ناکراره صوبه - رپوټ *قطر ته د بلنکن سفر

Your browser doesn’t support HTML5

د روانو چارو خپرونه – کوربه: فواد لامع *د پاکستان حکومت نن وفاقي بجټ پارلیمان ته وړاندې کړ. د صوبو د ترقیاتي منصوبو دپاره، ۲۰۹۵ اربه روپۍ بېلې کړی شوي دي. *د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخپل یو تازه رپوټ کې، خېبرپښتونخوا د پاکستان د ټولو نه زیاته ناکراره صوبه بللې ده. *امریکا، قطر او مصر په غزه کې د ډزبندۍ په اړه وړاندې شوي پلان ته د حماس ډلې ورکړی شوی ځواب ارزوي.