لویه پښتونخوا په ټي وي
Your browser doesn’t support HTML5
د پښتونخوا د نوښار په پبو کې د پاکستان او امریکا د پوځیانو ترمینځ ګډ مشقونه پیل شوي دي.
بل اړخ ته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د شنګایي امنیتي همکاریو سازمان کلنۍ سرمشریزې غونډه کې د روس د صدر ویلادمیر پیوټن سره لیدلي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د دوو امریکايي بندیانو پر وړاندې باید خپل اتباع راخلاص کړای شو .
او په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې حکومتي کمیشن ویلي د روان کال ۲۰۲۴م په وړومبیو شپږو میاشتو کې د لادرکیو نورې 197 پېښې مخې ته راغلې دي.
ننۍ خپرونه کې په دې موضوعاتو میلمانه او رپورټونه لرو. کوربه نصرالله خان دی. د تفصیل لپاره خپرونه تر پایه وګورئ.