د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) ويلي، د عمرې په نوم په سعودي عرب ته خېرات غوښتو له تلونکي 11 پاکستان مسافر یې د کراچۍ په هوايي اډه د الوتکې نه ښکته کړي دي، ويل شوي په دغو کسانو کې اته ښځې شامل دي.
د اېف آی اې وياند وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، دغه کسان د عمرې په ويزه سعودي عرب ته تلل، او تعلق یې د پنجاب صوبې سره دی.
د اېف آی اې ترمخه، د دغو کسانو نه ترلاسه شوي د واپسۍ ټکټونه جعلي وو، او په لومړو پلټنو کې معلومه شوې دوی د خېرات غوښتو په غرض سعودي عرب ته تلل.
ويل شوي، نیول شوي ملزمان د بشري قاچاق ضد څانګې ته د نورو پلټنو دپاره منتقل کړل شوي دي.
پاکستان کې له دې وړاندې هم وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راغلي چې خليجي هيوادونو ته د خېرات غوښتو په غرض تلونکي کسان په هوايي اډو نيول شوي دي.
پرون ډان ورځپاڼې ويلي، د منځني ختيځ هيوادونو ته د تلونکو پاکستاني خېرات غوښتونکو کچه سېوا شوې ده او د مخنيوي په لړ کې یې په تيرو څو مياشتو کې ګڼ مسافرو د الوتکو څخه کوز کړل شوي دي.
ویل شوي، دغه خېرات غوښتونکي په ممکنه توګه سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، عراق، ايران، عمان او ترکي ته د سېل په بهانه ځي.
په خبر کې د اېف آی اې د يو لوړ پوړي چارواکي له قوله ويل شوي، د سمندر پار یا پاکستان نه بهر پاکستانيانو په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي، په بهرنيو هيوادونو کې نيول شوو خېرات غوښتونکو کې 90 فيصده پاکستانيان دي.
او د روان کال په پيل کې د کمېټۍ غونډې ته د کورنيو چارو وزارت ویلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه شک 44,000 مسافرو د الوتکو څخه ښکته کړل شوي دي.
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هم د لاهور په هوايي اډه څلور کسان (دوه ښځې، دوه سړي) چې د عمرې په نوم سعودي عرب ته تلل، الوتکې ته د ختلو نه وړاندې نيول شوي وو.
هغه وخت ويل شوي وو، سعودي عرب د پاکستان د حکومت سره دغه معلومات شريک کړي چې په سعودي عرب کې په خېرات غوښتو، جسم فروشۍ، نشه يي توکيو په قاچاق او جعلي سفري اسنادو کې پاکستانيان لاس لري، او بيا د پاکستان د وزيراعظم دفتر د کورنيو چارو وزارت او نورو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د دې مخنيوي وکړي.
تېر کال د اګست په میاشت کې د کډوالو د حقونو یوې ډلې ويلي وو، چې د لیبیا په شرقي سیمو کې امنیتي چارواکو لږ تر لږه 385 پاکستاني کډوال چې د سمګلرانو په ګودامونو کې ساتل شوي وو، په يوه چاپه کې یې ازاد کړي وو.
د العبرین په نوم یوه ډله چې په ليبیا کې د کډوالو سره مرسته کوي، ويلي يې وو، دغه پاکستاني کډوال په دې نیت لېبیا ته ورغلي وو چې له هغه ځایه ځانونه یورپ ته ورسوي، مګر سمګلرانو هغوی پخپله قبضه کې ساتلي وو او د آزادېدو دپاره یې پېسې غوښتلې.
هم تېر کال د جون په مياشت کې د ليبیا نه يوه وړه کشتۍ چې په کې شاوخوا 700 کډوال سپاره کړل شوي، یونان سره نزدې ډوبه شوې او په سلګونه کسان په کې مړه شوي چې 350 یې پاکستانیان وو، په یاده کشتۍ کې 102 کسان ژغورل شوي چې پکې 12 پاکستانيان وو