د شمېرنې اداره : په 34 میاشتو کې په وړومبي ځل پاکستان کې ګراني تر 10 فیصدي په ښکته تللې

Inflation in Pakistan

د پاکستان د شمېر شمېرو دولتې ادارې پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې نزدې دریوؤ کالو وروسته په وړومبي ځل د اګست میاشت کې په ملک کې د ګرانۍ کچه له لس فیصدي هم په ښکته تللې اؤ 9.64 فیصدي ته غورځېدلې ده.

پخپل میاشتني رپورټ کې د شمېرو ادارې ویلي چې د افراط زر شرحه د 34 میاشتو تر ټولې ټيټې کچې ته لوېدلې ده اؤ د اکتوبر کال 2021 نه راپدېخوا د اګست په میاشت کې ګراني په سنګل هندسه ودرېدلې ده.

رپورټ وایي اګست کې په کلني بنیاد د ګرانۍ کچه 9.6 فیصدي پاتې شوې چې له هغې په وړاندینۍ میاشت کې 11.1 فیصدي وه.

شمېرې ښیي چې د میاشتنۍ ګرانۍ کچه په ملک 0.39 فیصدي پاتې شوې ده چې د تېرکال په اګست کې د ګرانۍ دا کچه 27.4 فیصدي وه.

رپورټ وایي د مالي کال 2025م په وړومبیو دوؤ میاشتو جولاي اؤ اګست کې اوسط ګراني په غبرګه هندسه 10.36 فیصدي ولاړه پاتې شوې چې د تېرمالي کال هم په دې موده کې 27.84 فیصدي وه.

د ډان ورځپاڼې له مخې تر دې وړاندې په وروستي ځل ملک کې د تحریک انصاف د حکومت په مهال په اکتوبر 2021م کې د ګرانۍ کچه په سنګل یا یواستوې هندسه ریکارډ کړل شوې وه اؤ تر هغې وروسته اوس یو ځل بیا د ګرانۍ کچه سنګل هندسې ته راکوزه شوې ده

دوه ورځې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف د ګرانۍ کچه کې په کمي تسله ښکاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې له فِچ وروسته د درجه بندۍ نړیوالې ادارې موډیز هم اوس،اوس د پاکستان د کریډټ درجه بندي نوې کړې ده چې دا د نړیوالو مالیاتي ادارو له لوري د ملک د مثبتو معاشي پرمختګونو اعتراف دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د خزانې وزارت هم پخپل میاشتني رپورټ کې امکان ښودلی ؤ چې په اګست کې په ملک کې د ګرانۍ کچه له 9.50 نه نیولې تر 10.5 فیصدي پاتې کیدای شي