بلوچستان کې د اوسنیو بارانونو په مهال 39 کسان مړه شوي

تېره ورځ پي ډي ایم ای پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د جولاي د وړومبۍ نېټې نه تر اوسه شوؤ بارانونو کې یو لک 11 زره اؤ 451 کسان اغېرمن شوي دي اؤ په دې بارانونو کې 7 پلونو، 74 کلومیټره سړکونو،7 روغتیایي مرکزونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

په بلوچستان کې وروستیو بارانونو سخت زیانونه اړولي دي اؤ ددې بارانونو په مهال بیلابیلو پېښو کې د پینځو ماشومانو په ګډون 39 کسان مړه شوي دي.

ډان رسنۍ د افتونو په مهال د نظم د صوبایي ادارې پي ډي ایم ای د کنټرول روم د مشر یونس منګل له خولې ویلي چې د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې شړق شیبې بارانونه شوي اؤ ژوب کې دوه واړه ماشومان چې خپلو کې وروڼه دي، په سیلابي اوبو کې لاهو شوي دي.

هغه ویلي د دغو ماشومانو مړي ضلعي انتظامیې اؤ پي ډي ایم ای راویستي اؤ وارثانو ته یې سپارلي دي.

تېره ورځ هم د خضدار سیمې په توتک علاقه کې درې ماشومان ډیم ته لویدلي وؤ چې هغوي بیا د لیوي ځواک په مرسته راویستل شوي اؤ هسپتال ته رسول شوي وؤ خو په هسپتال کې بیا دوؤ ماشومانو ساه ورکړې وه.

په کیچ اؤ خضدار کې د پینځوؤ کسانو په سیلابي اوبو کې له لاهو کېدو وروسته بلوچستان کې د اوسنیو بارانونو په مهال د مړو شوؤ کسانو شمیره 39 ته رسېدلې ده چې 19 ماشومان پکې هم شامل دي.

تېره ورځ پي ډي ایم ای پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د جولاي د وړومبۍ نېټې نه تر اوسه شوؤ بارانونو کې یو لک 11 زره اؤ 451 کسان اغېرمن شوي دي اؤ په دې بارانونو کې 7 پلونو، 74 کلومیټره سړکونو،7 روغتیایي مرکزونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

ددې تر څنګ دې بارانونو کې د خلکو 373 څاروی هم مړه شوي دي اؤ په 58 زره اؤ 830 ایکړه ځمکه ولاړو فصلونو ته زیان رسیدلی دی.

یونس مینګل ویلي چې تر اوسه د بلوچستان 11 ضلعې افت ځپلې ګرځول شوي اؤ هلته د مرستو فعالیتونه روان دي.

دې بارانونو په خیبر پښتونخوا صوبه کې خلکو ته د سر ومال ستر زیانونه اړولي دي اؤ د اېن ډي اېم اې ترمخه، د 29اګست پورې په خېبرپښتونخوا صوبه کې 76 کسان مړه شوي،

په مړه شوو کې 35 ماشومان او 16 ښځې دي.

په 29م اګست د پښتونخوا په بره دیر کې په یوکور د غره رانړېدو پېښه کې د ماشومانو په ګډون 12 تنه مړه شوي وؤ.

د بارانونو او سېلابونو پېښو کې د مړينو تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې شوي چې شمیره یې 101 ښودل شوې ده.

د پاکستان د ټیکسونو اداره د مالیې په ټاکلي هدف ترلاسه کولو کې ناکامه شوې ده