د روس پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ ویلی دي چې د هېواد په لویدیځو سیمو کې د اوکراین 144 ډرون الوتکي ویشتلي دي.
د ماسکو ګورنر اندري ووروبیوف ویلي چې هوایي دفاع نظام یې 20 ډرونونه ویشتلي دي.
ووروبیوف زیاته کړې ده چې دغه ډرونونو د ماسکو په لیوبرتسي او رامینسکوی علاقو کې اپارټمنټ ودانیو او کورونه زیانمن کړي.
وروبیوف په ټیلیګرام ویلي د ډرون په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
بلخوا روس د اوکراین کېیف سیمه په وروستي ډرون بریدونو کې په نښه کړې ده ، چې پدې میاشت کې پرله پسې بریدونو لاندې راغلی.
د کېیف د پوځي انتظامیې مشر سرهي پاپکو په ټیلیګرام ویلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ تر دوو ساعتو دپاره هوایي خبرتیا پیغامونو دوام لرلو، خو د اوکراین ي هوايي دفاع نظام د پایه تخت پر لور د روس ټول ډرون الوتکې ویشتلې دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د روس لخوا د شپې په بریدونو کې د 46 ډرون الوتکو له جملې څخه یې 38 ویشتلي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران ناظم الامور شهریار اموزګار یې احضار کړی او د دې امکان په اړه یې اعتراض کړی چې تهران روس ته د بېلسټېک میزایل ورکوي.
دغه وزارت په ټیلیګرام ویلي چې اموزګار ته سخت خبرداری ورکړی چې روس ته د میزایلو د ورکولو تایید به د دوی دوه اړخیزو تعلقاتو لپاره " ناوړه او نه برابردونکي نتیجې" ولري.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وي او اې ته ویلي وو چې هغه د هغو ناتایید شوو رپوټونو له امله "اندیښنې" لري چې د اوکراین پر ضد د کارونې لپاره د ایران لخوا روس ته میزایل ورکول شوي یا به ډیر زر به په راتلونکي کې ورکول شي.