ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د کراچۍ په هوايي میدان امریکا ته د تللو نه منع کړل شوې ده

ټایم میګرین ( ټایم مجلې) د بلوڅ يکجهتي کمیټۍ مشره ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم  100 نیکسټ '  په نوملړ کې شامله کړې ده. (فایل فوټو)

د بشري حقونو نامتو مشره ماه رنګ بلوڅ د ګل- دوشنبې په شپه په خپل اېکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې دعوه کړې چې ایف آی اې (د پاکستان مرکزي پلټنو اداره) هغه د کوم جایز او قانوني جواز بغیر د فلایټ یا الوتنې نه ښکته کړې ده.

ماه رنګ بلوڅ په خپل سوشل میډیا اکاونټ کې د پېښې د جزئیاتو په بیانولو سره ویلي چې د ګل- دوشنبې په شپه د هغې پاسپورټ د ایف آی اې یوه چارواکي واخیستو، چې د ده په وینا په اول کې ډېر ښه او دوستانه و او نرم چلند اختیار کړی و او د ماه رنګ په وینا، افسر ژمنه وکړه چې ورته به دا خبره تشریح کړي چې ولې د فلایټ یا الوتنې نه ښکته کړل شوې ده.


ماه رنګ بلوڅ زیاته کړه چې وروسته د ایف آی اې ( FIA) افسر هغې ته د پاسپورټ د ورکولو نه انکار وکړو. ماه رنګ د هغې سره دا ډول چلند باندې د سېند په حکومت او بلاول بوټو زداري هم نیوکې وکړې .

ماه رنګ وویل: " زه د جمهوریت د چمپین- اتل دعوه کوونکي بلاول بوټو زرداري په کورنۍ صوبی سېند کې د نیویارک ته تلونکي فلایټ کې د الوتنې څخه منع کړل شوم ".

ټایم میګرین ( ټایم مجلې) د بلوڅ يکجهتي کمیټۍ مشره ماه رنګ بلوڅ "په سوله ييزه توګه د بلوڅانو د حقونو د دفاع" کولو په خاطر د ټايم مجلې د '2024 ټایم 100 نیکسټ ' په نوملړ کې شامله کړې ده.

په دغه نوملړ کې هغه 100 کسان شامل دي چې په لنډه موده کې یې د خپل کار د لارې عام خلک اغېزمن کړي دي. په دې کسانو کې هنرمندان، لوبغاړي، سیاستوال او وکیلان شامل دي

ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د جبري بې درکه کولو او غیر عدالتي وژنو په ضد اسلام آباد ته د بلوچ یکهجتۍ کمیټۍ د احتجاجي مارچ او ناستې مشري کړې وه. ماه رنګ بلوڅ 16 کلنه وه چې پلار یې عبدالغفار لونګو ورک شو او وروسته یې تشدد شوی جسد وموندل شو.

يادونه: د خبر د وی او اې اردو نه اخیستل شوی دی