د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره مذاکراتو لپاره کمیټي جوړه کړې ده.
د اتوار په ورځ د وزیراعظم هاوس څخه د خپور شوي بیان له مخې دا مذاکراتي کمیټي د قامي اسمبلۍ د اسپیکر ایاز صادق په وړاندیز جوړه کړل شوې چې پکې د حکومتي ایتلاف سره د تړاؤ لرونکو نورو ګوندونو غړي هم شامل دي.
تحریک انصاف ګوند تر دې د مخه دریځ نیول ؤ چې مذاکرات به یوازې د اسټیبلشمنټ سره کوي خو په دې وروستیو کې ددې ګوند یو شمیر مشرانو حکومت سره مذاکراتو ته هم امادګي ښودلې وه.
د وزیراعظم د بیان له مخې په کمیټه کې د پاکستان پیپلز ګوند په استازیتوب پخوانی وزیراعظم راجا پرویز اشرف اؤ نوید قمر، د متحدہ قومي موومنټ په استازیتوب ډاکټر خالد مقبول صدیقي، د استحکامِ پاکستان پارټۍ په استازیتوب علیم خان او د مسلم لیګ (ق) په استازیتوب چوهدري سالک حسین شامل کړل شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف دا مذاکراتي کمیټي په داسې حال کې جوړه کړې ده چې په زندان کې بندي پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلو غوښتو په پلوۍ د سول نافرمانۍ د تحریک پېل کولو لپاره حکومت ته کرښه راښکلې ده.
د خالي په ورځ په سوشل میډیا د تحریک انصاف ګوند د رسمي اکاونټونو نه د خپور شوي بیان له مخې عمران خان په جېل کې خبریانو ته ویلي چې که د اتوار تر ورځې د هغه لخوا په وړاندې کړل شوؤ غوښتنو سنجیدګي ونه ښودل شوه نو د سول نافرمانۍ د تحریک په وړومبي پړاو کې به د بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته د رالېږل کېدونکو پنګو په ودرولو پيل وکړي.
عمران خان حکومت ته یوه دا غوښتنه مخې ته اېښې چې باید د ګوند ټول نیول شوي کسان یې خوشې کړل شي اؤ بله یې تېرکال په نهم مې اؤ سږکال په۲۶م نومبر د اړي ګړي اؤ تشدد د رامنځته شوؤ پېښو د څېړلو لپاره د عدالتي کمیشن د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ اؤ حکومت دریځ لري چې ددې دواړو پېښو ذمه وار تحریک انصاف ګوند دی خو یاد ګوند بیا ددې پېښو سره لاتعلقي ښودلې اؤ دا د ځان په ضد سازش ګڼي.
د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پوځي عدالتونو په وړومبي پړاؤ کې هغو 25 کسانو ته د بند سزاګانې اورولي چې د نهم مې پېښو کې د لاس لرنې جرم پرې ثابت شوی دی.
د پوځي محکمو لخوا عامو وګړو ته د سزاګانو اورول کېدو عمل ته خپل غبرګون کې د اپوزیشن ګوند پاکستان تحریک انصاف عمومي سکتر سلمان اکرم راجا اؤ وتلي قانون پوهه لطیف کهوسه دخالي په ورځ اسلام اباد کې یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي:
کله چې هم د کوم عام وګړي مقدمه په پوځي عدالت کې چلېدلې ده نو هغه ناسمه وه،دا یو غیر اییني عمل دی.
د سلمان اکرم راجا وینا وه "زما دریځ دی چې هیڅکله هم غیر پوځي وګړی پوځي محکمې ته وړاندې کول نه دي پکار ، زمونږ د ختمولو ناکامه هڅه مه کوئ "
د نهم مې د پېښو مقدمه د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان اؤ یو شمیر نورو مشرانو پر ضد هم درج ده .
د تحریک انصاف مشرانو اندېښنه ښودلې چې د عامو وګړو پوځي محکمو ته د نه وړاندې کولو عدالتي پرېکړه به د اییني بینچ له لارې ختمه کړل شي،عمران خان به هم په دې معامله کې راولړلی شي اؤ پوځي عدالت ته به وړاندې کړل شي.
د 9 مې پس منظر
په 9م مې کال 2023 کې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې نیول شوی ؤ چې د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ.
د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي اؤ حکومتي ودانیو بریدونه هم شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ چې حکومت اؤ امنیتي ادارو یې پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ فعالانو اچولې ده .
خو عمران خان اؤ د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهم مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.
د پوځ لخوا "ماسټر ماینډ "ته اشاره
د نهم مې د پېښو مقدمې پخپله په عمران خان اؤ د هغه د ګوند په نورو مشرانو هم درج دي اؤ له دغو پښو وروسته عمران خان دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې د ګوند تر لسو زرو فعالان نیولي خو د امنیتي ادارو رپورټونه وایي چې د نهم مې د پېښو په تړاؤ 1900 کسان نیول شوي وو .
تېره ورځ د پاکستان پوځ ویلي وؤ ،په صحیح معنو کې به بشپړه انصاف هله وشي چې د نهم مې ماسټر ماینډ اؤ پلان جوړونکو ته د ایین اؤ قانون له مخې سزاګانې ورکړل شي.
آي ایس پي ار ویلي چې د نهم مې پېښو کې د ایین اؤ قانون مطابق کومو مجرمانو ته سزاګانې اورول شوي هغوي د اپیل اؤ نورو قانوني لارو چارو خپلولو حق لري.