افغانستان او اېرلېنډ په کرکټ سیالیو کې یو وار بیا یو بل ته مخامخ کیږي

افغانستان او اېرلېنډ به د فبرورۍ په ۲۱مه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په هند کې د کرکټ بشپړه لوبې کوي چې په کې ټیسټ لوبه، یو ورځني لوبې او ۲۰ اوريزه ي لوبې شاملې دي.

په دغو سیالیو کې به د افغانستان لوبډلې څخه راشد خان، مجیب الرحمان، محمد شهزاد او د اېرلېنډ ټیم څخه د کرکټ ستوري لکه کېوین اوبراین او جورج ډاکرېل لوبیږي.

دا به دویم ځل وي چې افغانستان او اېرلینډ لوبډلې به د یو بل په وړاندې لوبې کوي.

ډي سپورټ، ډسکوري کمیونیکېشن پرمېم سپورټ چېنل به دغه سیرېز لوبې په ژوندۍ بڼه پر خپلو چېنلونو خپروي.

د تیرو لوبوغوره بیټسمن انډریو بلبرني او د افغانستان لوبډلې رحمت شاه به دغه لوبو کې په بیټینګ کولو سره دغه سیالۍ د یو بل پر وړاندې لا زړه راښکوونکي کړي.

په تيرو لوبو کې افغانستان په یو ورځني او شل اورېزو لوبو په سیرېز کې اېرلینډ ته ماته ورکړې وه.