پاکستاني عیسایان وايي کرسمس په وېره لمانځي

په کوټه ښار کې د عیسایانو پر کلیسا باندې د ترهګرۍ تر وروستۍ حملې وروسته په پاکستان خصوصاً په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې مېشت عیسایان وایي، د ترهګرۍ د ممکنه حملو له ډاره خپلو عبادتځایونو ته په خوشالۍ نه شي تللای

د کرسمس له را رسېدو سره په پاکستان کې د کلیساوو امنیت سخت شوی دی، خو عیسایان وایي دوی بیا هم وېره لري، چې ترهګر یې په نخښه نه کړي، ځکه خو سږنی کرسمس د تېرو کلونو غوندې په خوشالۍ نه شي لمانځلای

په پېښور کې عیسوي کلیساوو ته تلونکې لارې د کرسمس په رارسېدو سره تړل شوي او پولیس ورباندې په امنیت ساتلو ګومارل شوي دي، خو د پېښور اوسېدونکی یو عیسایي ناصر مسیح وایي، د کرسمس په مناسبت د حکومت له امنیتي اقداماتو ډاډمن نه دی:

"ویره شته او موږ وېرېږو، خو څه وکړو د خدای کور دی موږ به خپل عبادت ته راځو، ځانمرګي که هر څومره چاودنې کوي، موږ خو به کلیساوو ته راځو".

د نورو مذهبي اقلیتونو غوندې عیسایان هم په پاکستان کې خپل مذهبي مراسم د پخوا غوندې په ازادۍ او خوشالۍ نه شي تر سره کولای. یو بل پېښورمېشتی عیسایي عابد مسیح وایي، که مو ترهګر ماشومان هم را وژني، موږ د خپل خدای عبادت نه شو پرېښوولای:

"موږ پرامنه او مینه ناک خلک یو، موږ له چا سره بدي دښمني نه کوو. زموږ پر کلیساوو د بریدکوونکو تر شا چې هر څوک دی موږ خبر نه یو، خو موږ حوصله نه بایلو، خپلو کلیساوو ته به راځو، لمونځ اودس به کوو، روژه به نیسو".

په کوټه کې د روانې میاشتې په ۱۷مه پر کلیسا باندې په ځانمرګي برید کې ۹ کسان و وژل شول او شاوخوا ۵۰ کسان پکې ټپیان شول. د کوټې ښار عیسایان هم د کرسمس له راتګ سره اندېښمن دي او وایي چې کلیساوې یې اوس هم د ترهګرۍ له ممکنه بریدونو خوندي نه دي.

د کوټې ښار د سمنګلۍ سړک په "خېزۍ" سیمه کې یوه عیسوي کلیسا ده، چې هلته مېشت عیسایان پکې عبادت کوي، خو دوی وایي کرسمس را ورسېدو، خو حکومت یې پر دې کلیسا امنیتي پولیس د تحفظ لپاره نه دي ګومارلي. د کوټې یو عیسایي سټیفن مسیح په دې اړه وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ ته وایي چې دلته زموږ لپاره د تالاشۍ چوکۍ جوړې کړئ او د څارنې کېمرې ولګوئ، موږ چې دلته بجلي نه لرو، ګېس نه لرو، اوبه نه لرو، کېمرې څنګه ولګوو"

په تېرو کلونو کې به د کرسمس په راتګ سره د عیسایانو اوسېدو ته د نیژدې سیمو په بازارونو کې ګڼه ګوڼه وه او دوی به د کرسمس لپاره سوداوې اخیستلې، خو سږ دوکانداران هم شکایت کوي، چې د عیسایانو د کرسمس بازار ډېر سوړ وو.

د بلوچستان پولیس چارواکي وایي، په دې صوبه کې عیسایان ۳۹ کلیساوې لري، چې وایي د کرسمس په راتګ سره یې ګڼ شمېر پولیس د امنیت ساتلو لپاره ورباندې ګومارلي دي، خو عیسایان وایي چې دوی بیا هم ډېر په وېره کې دي او کرسمس د نورو کلونو غوندې په خوشالۍ نه شي لمانځلای

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۳م کال په سپټمبر کې هم د پېښور په آل سینټ کلیسا باندې غبرګ ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې ۱۲۷ کسان پکې وژل شوي وو او دوه نیم سوه نور پکې ټپیان شوي وو.

د عیسایانو پر کلیساوو باندې له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ بریدونه پیل شوي، چې له کبله یې د دوی ژوند هم په پاکستان کې د هندوانو، سیکانو، شیعه ګانو، ذکریانو او احمدي اقلیتونو د خلکو غوندې له خطر سره مخامخ شوی دی