د مظاهره چیانو د قابو کولو لپاره حکومت د پوځ څخه کمک وغوښتلو

د مظاهره چیانو د قابو کولو لپاره حکومت د پوځ څخه کمک وغوښتلو. د پاکستان پوځ ته حکومت په یو خط کې ليکلي دي چې په سر ښار کې دې د مظاهره چیانو په قابو کولو کې د حکومت مدد وکړي.

پاکستاني مصبوعات وايي د تحریک لبېک یا رسول الله د مظاهره چیانو په ضد د امنيتي عسکرو د عملیاتو څخه ورستو مظاهرچیانو په حکومتي ودانو او د وزيرانو په کورونو حملې کړي دي. د رپورټونو تر مخه بې قابو مظاهرچیانو په خبریالانو هم حملې کړي دي.

د لبېک یا رسوالله تحريک د پرلت په اتلسمه ورځ امنيتي عسکرو د عدالت په حکم د دويي د پاسولو لپاره نن سحر عملیات شورو کړل.

د پاکستان داخله وزارت په خپل جاري کړي بیان کې پوځ ته د سرښار اسلام اباد د قانون پرځا ی ساتلو او امنیت قابوکولو امر کړی دی.

د حکومت بیانیه وايي "د اسلام اباد ښار د انتظامیې په خواست مرکزي حکومت د اسلامي رپبلک پاکستان د کال 1973 آئین د شق 245 لاندې د پوځ نه دغه غوښتنه کړیده". بیانیه زیاتوي دا فیصله به د نوي راتلونکي امر پورې پرځای وي.

تر اوسه کوم خبر کې نه دي راغلي چې پوځ د اسلام اباد خوا ته روان شوی دی خو هم نن سحر په مطبوعاتو کې راغلي وو دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه دپاکستان په حکومت غږ وکړو چې اسلام اباد کې دعملیاتو معامله په سوله ایز ډول هواره کړي.

د پاکستان پوځ په خپل یو بیان کې ویلي وو چې دخالي په ورځ دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته ټیلي فون کړی اؤ ورته یې ویلي چې باید دغه معامله په سوله ایز ډول هواره کړي.