پاکستان د جمال خاشقجي په وژنه ولې خاموشه دی؟

پاکستان کې د صحافت د ازادۍ لپاره کارکونکې ادارې فريډم نېټ ورک يو مشر او څيړونکی اقبال خټک وايي پاکستان د جمال خاشقجي په وژنه په خاموشۍ سره ځان د هغه هيوادونو په صف کې ودرولو په کوم کې چې د ازادو مطبوعاتو او صحافتي ازادۍ په اړه خبره نه کيږي.

جمال خاشقجي سعودي عرب سره تعلق لرونکې خبريال وو او په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ ته روتلو روستو وژل شوې وو.

دوه اوونۍ وړاندې سعودي عربستان په لومړي ځل منلې وه چې د خبریال جمال خاشقجي وژنه یوه غلطي وه او دا چې سعودي عرب له دې نه دی خبر چې د هغه مړی چېرته دی.

د نړۍ ډيړو هيوادونو لکه امريکه، برتانيه، فرانس،سپېن، ډنمارک،جرمني يمن، بحرين او نورويو شمير هيوادونو د جمال خاشقجي د وژنې غندنه کړې او د پلټنو غوښتنې يي کړي دي خو پاکستان هم خاموشه دې۔

د ټائمز اف اسلام اباد نومې يو ويب پاڼه ليکي دي چې د پاکستان د

بشري حقوقو د څار ادارې ايچ ار سي پي د پاکستان حکومت د خاشقجي په وژنه د خاموشۍ غندنه کړې ده۔

د يوې پوښتنې په ځواب کې اقبال خټک وويل پاکستان په سعودي عرب ډير انحصار لري په جنګي او معاشي مدونو کې، او سعودي عرب په پاکستان د مذهبي ګوندونو د لاري ډير اثر لري خو د دې باوجو هم پاکستان ته پکار دي چې د خاشقجي په اړه يو ښکاره نظر ولري۔

د پاکستاني خبريالانو د جمال خاشقجي په وژنه باندې د صحافتي تنظيمونو لخوا عکس العمل نه ښودلو پوښتنه مو د خېبر يونين اف جرنلسټ مشر سيف الله سيفي نه اوکړه نو هغه وويل چې د خاشقجي د وژني لږ ډير عکس العمل مخې ته راغلی دی خو په کم کچ دی۔

سيف الله سيفي وويل د سعودي او پاکستان دواړو هيوادو ډير ښه تعلقات دی او که د خبريالانو لخوا احتجاجونه زياتيږي نو دواړو هيوادونو په تعلقاتو اثر غورځولې شي، او بيا پاکستان کې اداري هم دغې احتجاجونو مخه نيولو کوښښ کولې شي خو تر اوسه داسې کوم صورتحال مخې ته نه دې راغلې