ویره ده پوځ به احسان الله احسان وبخښي

په پېښور ارمي پبلک سکول کې د وژلو شوؤ ماشومانو د میندو پلرونو سره ویره ده چې د پاکستان پوځ به د ١۴٨ ماشومانو قاتلانو ته عامه معافي ورکړي.

د اتم ټولگي د وژلي شوي طالب علم صاحبزاده عمرخان پلار او وکيل فضل خان وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل د طالبانو د پخواني ویاند او په ارمي پبلک سکول کې د قتلان پړه مننونکي احسان الله احسان په ميډیا باندې یو ډوله کردار سازي روانه ده.

فضل خان په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو لپاره د غږ پورته کولو په وجه اوس یو پیژندل شوې څېره ده. هغه وايي:

احسان الله احسان قام ته په ټي وي داسې ورښکاره کړې شو چې گني هغه یو شاعر، مفکر او دانشور دی او هغه پخوا د غلط فهمۍ ښکار شوې ؤ، او اوس په خپلو کړو پښېمانه دی

" احسان الله احسان قام ته په ټي وي داسې ورښکاره کړې شو چې گني هغه یو شاعر، مفکر او دانشور دی او هغه پخوا د غلط فهمۍ ښکار شوې ؤ، او اوس په خپلو کړو پښېمانه دی"

څو میاشتې د مخه د پاکستان پوځ اوویل چې د ترهگر گرځول شوي تحريک طالبان ویاند احسان الله احسان ورته سلامي شوی دی. د پوځ په دفتر کې د یوشخصي ټي وي جیو سره په خبرو کې هغه په دغه پېښه افسوس کړی ؤ.

د فضل خان په خیال ددې نه دا ثابتیږي چې "دپوځ ادارو هغه ته یا خو معا في ورکړې ده یا د داسې کولو منصوبه جوړه شوې ده".

وکيل فضل خان وايي د قانون ترمخه باید یو نيول شوی تن په اوولس ورځو کې عدالت ته هرو مرو بوتلل شي.

احسان الله احسان اووه میاشتې اوشوې دپوځ سره دی خو نه تر اوسه عدالت ته وړاندې شو او نه یې څه درک معلوم دی.

د فضل خان په خیال په ځای ددې چې اوس د غمجنو میندو پلرونو سره انصاف وشي د دويي څارنه کیږي او ویرول کیږي. فضل خان وايي:

"ځمونږ په ټلیفون خبرې اوریدل کیږي، ځمونږ په تگ راتگ نظر ساتل کیږي"​

د فضل خان دريز دادی چې حکومت یا پوځ د دويي د بچو قاتلانو ته د معافۍ ورکولو حق نه لري:

" دا به د اختیار څخه تجاوز وي، ځمونږ اولادونه د حکومت نوکران نه وو، ځمونږ د حکومت سره څه معاهده نه وه، مونږ به ښه ډېر فیسونه ورکول"

فضل خان د احسان الله احسان په ټي وي د راښکاره کیدلو پس په پېښور سترعدالت کې یو خواست یا پټيشن کړی دی. په دغه خواست کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مشر، د پوځ مشر، وفاقي حکومت اود پښتونخوا حکوت په شمول اته ادارې فريق گرځول شوي دي. فضل خان په خپل خواست کې د عدالت نه عوښتنه کړې ده.

"احسان الله احسان ته دې په پوځي عدالت کې سزا ورکړې شي"

فضل خان په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو لپاره د غږ پورته کولو په وجه اوس یو پیژندل شوې څېره ده

په کال ٢٠١۴م کې د دسمبر په ١٦مه نیټه په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په ظاهره د طالبانو په حمله کې ١۴٨ د سکول ماشومان او د عملې ځيني غړي وژل شوي وو. ددغه پېښې ورستو حکومت د تر هگرۍ په ضد دقامي تگ لارې اعلان وکړو او ترهگرو ته د سزاگانو ورکولو لپاره یې د بشري حقونود تنظيمونو او اولسي اعتراضونو باجود پوځي عدالتونه جوړ کړل.

د فضل خان په عدالت کې د خواست جمع کولو اووه میاشتې وشوې خو هغه وايي

"تر اوسه عدالت ته یواځې دا ویل شوي دي چې دغه یوه حساسه معامله ده او پکې لا پلټنې روانې دي"

فضل خان وايي د وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه په پوځ او حکومت شکونه ځکه کوي چې تراوسه ورسره شوي لوظونه، نه دي پالل شوي.

"صوبايي حکومت او وفاقي حکومت لوظونه کړي وو چې د وژل شوو ماشومانو په نومونو به سکولونه او یادگارونه جوړوي خو اوس راته وايي شور مه کوئ د ریاست د سلامتۍ مسله ده"

د فضل خان سره په دغه خواست کې د نورو وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه هم ملگري دي. د هغه په خیال که څه هم د پاکستان د انصاف تاریخ ښه نه دی خو په دې مسله خاموشه پاتې کیدل د ضمير په ضد د تللو په شان دي, فضل خان وايي:

"د ارمي پبلک سکول د غمجنې پېښې نه پس پوځي چارواکو مونږ ته په بريفينگ کې اوویل دا کار طالبانو کړی دی" هغه وايي:

"ځمونږ بچي خو لاړل ، هغه اوس بیرته نه شي راتللی ، خو چې بیا داسې او نه شي، دا مسله به ژوندۍ ساتل غواړي"