افغان سوداګر:دچمن پوله په دویمه ورځ تړلې ده، تجارت دې له سیاسته وژغورل شي

څه موده وړاندې د طورخم پوله هم تړل شوي وه. په دې تصویر کې د افغانستان د طورخم په پوله د ټرکونو ودرېدلی قطار لیدل کیږي

دافغانستان په سویل کې افغان سوداګر وايي د افغانستان او پاکستان په پوله د شخړې او جګړې له وروسته د گل، دوشنبې، په ورځ دچمن لار دتجارتي مالون دلیږ درالیږ پروړاندې تړلې پاتې وه خو د خلکو په پښو د تگ را تگ دپاره پرانیستل شوي وه.

تیره ورځ دسپین بولدک او ښورابک ولسوالۍ ترمنځ دسروڅاهانو په سیمه کې د اغزن تار دغځیدو دمخنیوي په غبرګون کې دافغانستان اوپاکستان دسرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه چې ترماښام یې دوام وکړ.

افغان سوداګر حیات الله حقیار له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دچمن تجارتي لارې له تړل کیدو سره دا مهال دواړو خواوو ته په تجارتي مالونو بارسلګونه موټر ولاړدي او دتګ اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي دپاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې تجارت له سیاسته وژغوري او دپولې دواړو غاړو تجارانو ته دمالي زیانونود رسیدو پرځايی دې دهغوی د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

حقیار وویل "په تجارتي لیول دواړو غاړو تجارانوته تر دې دمه دلارې په بندیدو سره شاوخوا ۱۵ میلیونه افغاني زیان رسیدلی دی،زمونږ یوه غوښتنه له حکومتونو اوپه خاصه توګه دپاکستان له حکومت څخه داده چې تجارت او سیاست باید جلا کړي ،دا یوه مهمه لاره ده او دهرې ورځې په تیریدو سره زمونږ دپلې دواړو خواو پښتنو وروڼو تجارانو ته مالي زیانونه رسیږي."

دکندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني له ډیوې سره دخبرو پرمهال نن د دشنبې په ورځ ویلي، چمن لار وروسته له هغې دپاکستان حکومت لخوا تیره ورځ وتړل شوه چې دسپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ دسرڅاهانو په سیمه کې افغان پوله ساتو ځواکونو دپاکستان ملیشه ځواک ترمنځ د اغزن تاردغځیدو دمخنیوي پرسر وسله واله نښته وشوه.

دراني ویلي دغه نښته تیره ورځ غرمه مهال پیل او ترماښامه یې دوام وکړ او نن په سیمه کې دامهال حالت عادي شوي او افغان پوځیانو ته په پرونۍ جګړه کې تلفات نه دي رسیدلي.

ضیادراني زیاته کړه "نښته پرون ماښام پای ته ورسیده ،زمونږ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ،په سیمه کې دسیم خاردار د غځیدو مخنیوی سوی دی، او دچمن لارې دتړل کیدوموضوع دپاکستان د ملیشو پورې اړه لري دهغوی لخوا تړل شوې او نن یې دخلاصیدو په اړه کوم خبر نشته."

په ډیورنډ کرښه داغزن تار د غځیدو پرسر دا لومړی وسله ونښته نه ده چې دافغانستان اوپاکستان امنتیي ځواکونو لخوا رامنځته کیږي

افغانستان اوپاکستان چې په خپلو کې شاوخوا ۲۶۵۰ کیلومټره اوږده پوله لري د تیرو نږدې دریو کلونو راهیسې دافغان حکومت دغوښتنې خلاف دپاکستان حکومت په ډیورنډکرښه په لسګونو کیلومټره د اغزن تار دغځیدو کاربشپړ کړی او په ځینو سیموکې دهمدې موضوع پرسر د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې هم شوي دي.