دافغانستان په کندز کې د طالبانو د ٩ قومندانانو په گډون لسګونه کسان وژل شوي.

د افغانستان د دفاع وازرت ویلي دي په هوايي بمبار کې دقاري بریال او شیخ عبدالعزیز په ګډون دطالبانو ۹ تنه مهم قومندانان وژل شوي دي.

دفاع وزارت ویلي ، هوايي بمبار په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونولخوا نن ترسره شو چې امله یې لږترلږ ۴۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې.

د وزارت ویاند مرستیال رادمنش له وي او ډیوه سره په خبرو کې ویلي دي ، وسله والو طالبانو پلان درلود چې په دشت ارچې کې پرافغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي خو افغان پوځیانود کشفي معلوماتو پراساس پرهغوی هوايي بمبار وکړ چې له امله یې تر۴۰ پورې وسله وال مخالفین مړه اوټپیان شوي دي.

ردامنش زیاته کړه په دې هوايي بمبار کې دقاري بریال او شیخ عبدالعزیز په ګډون دطالبانو ۹ تنه مهم قومندانان وژل شوي دي .

رادمنش وویل "طالبانو په دشت ارچي ولسوالۍ کې پرملکي او پوځي تاسیساتو دبرید لپاره پلان درلود خود سکینګل په وسیلې مو دطالبانو دبرید سیمه کشف کړه اوافغان هوايي ځواکونو پرهغوی بمبار وکړو چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته همداراز دطالبانو ۹ قومندانان چې په کې یو قاري بریال اوشیخ عبدالعزیز چې دپاکستان اوسیدونکی دی ، وژل شوي دي"

د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه په ترلاسه شویو رپوټونو کې داوښتې مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض رپوټونه ترلاسه شوي.

وسله والو طالبانو ویلي، هوايي عملیات په طالبانو نه بلکې په دشتي ارچي ولسوالۍ کې پریوې دیني مدرسې ترسره شوی او رامنځته شوې مرګ ژوبله ولسي خلکو ته رسیدلې.

دکندز امنیه قومندان جنرال حامد حمیدي له ډيوه سره په خبرو کې ویلي ،د طالبانو پرضد هوايي عملیات له دوی سره په همغږي نه دی ترسره شوي.

نوموړي منلې چې په هوايي عملیاتو کې یوشمیر وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

بلخوا دکندز ولایتي شوراغړي سف الله امري له ډیوه سره په خبرو کې ویلي، دکندز ولایتي روغتون کې ۵۵ کسان چې په هوايي بمبارکې ټپیان شوي دي دامهال بستر شوي اوله ارچي ولسوالۍ څخه د ترلاسه کړوراپورنو په اساس تر ۳۰۰پورې کسان په دې هوايي بمبار کې مړه او ټپیان شوي دي.