د ملاله سره یو روژه ماتې، مباحثه او مشاعره

ماښام څه و؟ د مشرانو د خبرو خزانه وه— د کشرانو د ادب نمونه وه—د ماشومانو مستي او خوشحالي وه

گرانو ملگرو!

"ملاله یوسفزۍ او ضیاالدين یوسفزۍ نن ماښام مونږ کره روژه ماتي له راځي- تاسو ټولو ته بلنه درکوو – راشئ چې یو ځاېی روژه ماته کړو او د نن ماښامې د تعليم د میدان د دوه نړيوالو اتلانو سره یو ځایې تیر کړو" مننه - نفيس

د نفيس ټکرد مختصر اي میل په کتلو روژې مړاوي کړي ټول ملگري لکه د گلاب راو ټوکیدل - د ملاله او ضیا سره یو ځایې ماښام تیرول لکه د ټولو د ژوند لویې ارمان و-

ملاله – د پښتون غیرت استعاره- د امن ژوبله شوې کونتره- د جینکو د زدکړو مبارزه- د مينې وړه راجگڼه او دامن نوبل جائزې پُښتنه اتله-

ضیاالدين – د شانگلې د دنگو لوَړوغرونو شاه ځلمی – د مينگوری په بازارونو کې د طالبانو د وحشت گواه – د پېښور د امن ارزومند – د پښتنو د پرمختگ دعاگو، تکړه شاعر او یو خوږ انسان-

ماښام څه و؟ لکه دیو مئين د مينې نه ډکه ډالۍ وه – یو بل ته د احترام د رڼو تندو او مُسکاگانو نه ډک یو تالارو — او د ترسکونو وږمو یوه پينډه –

ماښام څه و؟

د مشرانو د پندونو خزانه وه— د کشرانو د ادب نمونه وه—د ماشومانو مستي او خوشحالي وه—

په دغه ماښام کې څه وو؟

د پښتون د ژوبل شوي وجود د درملنې لپاره د مرهم لټون و — د استحصالي معاشرې نه د خلاصون فکر و — د خو‍شحال خان خټک، غني خان ، سائل او گوهر، کاروان او روغانی شعرونه وو او دامن سوکالۍ اوپوهې هغه ارمان و چې باچاخان هم کړیدی او نن یې هر پښتون وگړی هم کوي-

دغه ماښام د امريکې د ځان ځانۍ د مروړل شوې ټولنې په سينه د پښتنو د سليقې نه ډکه یوه ناسته وه –

د ملاله سره یو روژه ماتي لپاره کوربنو خپل کور لکه د ناوې سينگار کړی و- د نفيس او شهناز مخونه د فخر نه ځليده – دملاله لپاره ماشومانو په خپلو تنکو گوتو د هر کلي ليکونه د کور د لاندی منزل نه تر باندې منزله پورې په هر دیوال اویزان کړي وو- په رنگينو پوکڼو د ملاله نوم ليکل شوی و —

د ماښامي هره خبره ښائسته، ضروري او معلو ماتي وه خو زه دلته یواځې د ملاله فنډ— د ملالې د میلمنو او په خصوصن د ماشومانو سره د گپ شپ او غیر رسمي مشاعری ذکر کوومه —

ملاله فنډ

په غونډه کې ايذن جورډن چې د ملاله فنډ خصوصي منصوبومشر دی- نه غیر رسمي تپوسونه وشو چې تاسو د جینکو د تعليم لپاره څه منصوبې لرۍ؟

ایزن جارډن "ځمونږه لومړی فوقيت پاکستان دی- بیا افغانستان او بیا نوره نړۍ- ملاله فنډ په پاکستان کې د ذدکړو یو شمیر مرکزونه پرانستلو منصوبې لري په پاکستان کې ځيني مرکزونو لپاره ځمکه هم اخستل شوی ده" بیا ایزن اوییل چې ملاله فنډ په ناېجیریا او اردن کې هم د مشکلاتو سره مخ ماشومانو د تعليم لپاره کار کوي- ایزن ته پته وه چې بلنه کې موجود زیاتره میلمانه خبر یالان دي اود پاکستان او افغانستان د حالاتو نه هم سم خبر دي نو هغه په پاکستان او افغانستان کې د امن په حقله تپوسونه وکړه---

زما خیال دی چې د ملاله فنډ مشران غواړي چې پاکستان کې د ملاله فنډ منصوبو پرانسته خپله ملاله وکړي—

ضياالدين یوسفزۍ هم د ملاله فنډ په حقله د ملگرو د ځيني تپوسونو ځوابونه ورکړه – هغه وییل چې په نړۍ کې په میلینو ماشومانو ته د ښیگړو حاجت دی او ملاله فنډ د ټولو ماشومانو سره مرسته کول غواړي خو په میدان ټولو ته رسیدل ډیر مشکل کار دی نو غواړي چې د ماشومانو د ذدکړو لپاره د شعور او پوهې خپرولو او دغې پلو ته د نړۍ تکړه تنظيمونه راوپاروي—

زما په خیال د ضیا دغه سوچ چې په نړۍ کې د ماشومانو د ښیگړې لپاره نور خلق راپاروي سره ودریدل پکار دي-- چې کله دغه احساس عام شي نو کار به اسان شي- په خاصه توگه په پاکستان او افغانستان کې دپوهې پیغام خپرولو ته ډیر حاجت دی—

ملاله او دهغې ماشومان خوښونکي

اوولس کلنه ملاله وس د تعليم یوه نړيواله مبارزه ده – د نوبل امن جائیزه یې اخستی ده او د نړۍ د سترو سترو خلقو په قطار کې ولاړه ده د هغې قد د خپلې پوهې او مبارزې په وجه ډیر لوَړ دی – خو په دغه بلنه کې ملاله ليدلوله د ملگرو گلالي بچي هم راغلي وو— او--

کمال دادی چې ملاله هم زیاتره وخت د ماشومانو په نازولو کې تیر کړو— څوک یې په غیږه کې پورته کول چا سره یې ټوقې کولې او چې لږې لویئ جينکۍ وې هغو به ځان سره بالکونۍ ته بوتلله – ملالې د تنکو وړو د معصومو تپوسونو ځوابونه هم ورکول— یو وخت خو ما داسې محسوس کړه لکه د خبریالانو بچي هم سم خبریالان دي او یو باقاعده پریس کانفرنس روان دی

د روژه ماتي نه څه لږ ساعت ورستو چې ما دملاله نه د ماشومانو سره د هغې د گپ شپ تپوس وکړه نو زه حيران شومه چې نه یواځې ملالې ته د ټولو نومونه یاد شوي وو بلکه ټولو ته یې په ځان ځان له کاغذونو اټو گرافونه او خپل نصیحتونه هم ورکړي وو— د ملاله نه د چاپیره شوو ماشومانونه په سترگو کې خوشحالي ځلیده او هغې سره هر چا جوخت کیناستل غوښتل—

د ملاله سره د ناستي د دغه ورځ یوه بله مهمه خبره دا وه چې په نړۍ کې دا ورځ د پلارانو د نړيواله ورځ په توگه نمانځل کیدله او د دغه خبری اظهار په ديواله لگيدلي یو تحرير کې کوربنو داسی کړی و-

"ضیا د پلارانو نړیواله ورځ دې امبارک شه"

زما په خیال چې هر چا غوښتل چې دغه ناسته تر سهره ورسي اوباجود ددې چې په سبا له دامريکې په سر ښار واشنگټن کې د ملاله د لوړ پوړو چارواکو او مخوريزه خلقو سره ملاقاتونه ټاکل شوي وو خو ضیا هم غوښته چې دا غونډه بغیرد شعرونو اورولو ختمه نه شي -

غیر رسمي مشاعره

ضیالدين الدين یوسفزی خپله یو تکړه شاعر دی هغه په سوات کې په تیرو شلو کالو کې په ډیرو محفلونو کې خپل شعرونه اورولي دي او یو کتاب یې هم چاپ دی- د ضیا په شاعرۍ کې د ځپلې شوې ټولنې د حقونو لپاره یو لویې سوچ او د مړسپنو شوو سوچونو رابیدارولو لپاره شور پروت دی-

د مشاعری شورو د ښاغلی بهروز خان د کلام نه وشوه – ما او نذرانه یوسفزۍ هم خپل کلامونه واورول، ښاغلي سردار علي ټکر د غني خان مشهور کلام د سيند د سپينو شگو نه مې جوړ کړو یو محل واورولو او بیا ښاغلي ضیاالدين یوسفزي خپل کلام واورولو چې ځيني شعروه یې داسې وو—

څه پښتون، څه مُلا، څه جولا، او څه ډم— زه د هيچا په نوم امتیاز نه منم

برهمن، شودران، دا نومونه فضول— یم انسان، اوم انسان، او انسان به زه یم

دي ډمان، کُلالان، د ښکلا فنکاران— هرمفت خور, ادم خور،که دی ورور نه منم​

د چمیار، ورور احسان دی، په ما لوېی اسمان—هاېي پڼې د دلبر، وقدم دصنم

د پټو د هقانان ، او د مل مزدوران -- د دوېي ژوند ،زما ژوند که دوېي مري نو زه مرم

دا دژمي جړۍ، ضروري ده کډۍ—چې شړۍ جوړوي، دی جولا محترم

د مُلا اوامام، دی لازم احترام—کړي نکاح په واده، جنازه کړي په غم

چې د ځان په حصار کې مې ذات بندوي—زه بې خیله ډیر خوښ، زه هيڅ خیل نه منم

دغه لارد رښتیا دغه لار د شعور—که څوک ځی او که نا زه یواځې به ځم—

دملاله یوسفزۍ سره د یو ماښامي ننداره په عکسونو کې