صدر بایډن: پوتین د ناولني د مرګ ذمه وار دی

وایټ هاوس د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل بایډن د ناولني ستاینه وکړه چې د هغه په قول په جرات د پوتین په ضد وردېدلی و د دې باوجود چې زهر هم ورکړی شوي وو او ملک ته د ستنېدو وروسته بندیوان کړی شوی هم و

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د روس صدر ولادېمېر پوتین د روس د حزب اختلاف مشر الېکسي ناولني د مرګ ذمه وار دی.

ناولني د پوتین سخت مخالف و او د روس یو لرې پروت زندان ته لېږل شوی و. د جمعې په د جېل چارواکو وویل نوالني مړ شوی دی. د دغه بیان په ازاده توګه تصدیق نه دی شوی.

روسي مطبوعاتو د فېډرل پرېزن سروس له قوله وویل د 47 کلن ناولني د درملنې دپاره طبي عمله بلل شوې وه خو هغه یې بچ نه کړی شو.

وایټ هاوس د جمعې په ورځ یو بیان کې وویل بایډن د ناولني ستاینه وکړه چې د هغه په قول په جرات د پوتین په ضد وردېدلی و د دې باوجود چې زهر هم ورکړی شوي وو او ملک ته د ستنېدو وروسته بندیوان کړی شوی هم و.

بایډن وویل په 2020 کې د قاتلانه حملې وروسته ناولنې په جلاوطنۍ کې محفوظ ژوند کولی شو خو د دې علم باوجود چې قېد او یا به ووژل شي هغه خپل ملک ته بېرته لاړو. "ځکه چې د هغه یقین په خپل ملک و."

بایډن وویل روسي چارواکي به د ناولني د مرګ په اړه خپله قیصه کوي خو "غلطي مه کوئ: پوتین د ناولني د مرګ ذمه وار دی."

بایډن د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غږ وکړو چې اوکراین سره د مرستې د قانون مسوده دې منظوره کړي. د قانوني مسوده د کانګرس اېوان بالا سېنېټ دا هفته منظوره کړې ده.

ناولني د پوتین خلاف ګڼ شمېر احتجاجونه کړي وو

امریکايي صدر وویل د تاریخ نظر په هاوس دی او که په دې اهم وخت اوکراین سره مرسته کې ناکامي به هېڅ کله هېره نه کړی شي.

روسي چارواکو ويلي ناولني د مرګ سبب معلومولو دپاره تحقیقات شروع کړی شوي دي.

ناولني ته د ترهګرۍ په الزام 19 کاله د قېد سزا ورکړی شوي وه او هغه د ماسکو نه د 1900 کېلوميټره په فاصله د سخت امنیت دلاندې زندان ته منتقل کړی شوی و.

د ناولني د مرګ د اعلان نه لږ وخت وروسته د هغه چیف اف سټاف یا د هغه د عملې مشر لينډ ووکف او د ناولني ترجمانې کېرا یرمېش په اېکس، پخواني ټوېټر، ولیکل چې د ناولني د مرګ په اړه معلومات نه لري.

د لویدیځو ملکونو مشرانو او په روس کې مخالفو فعالانو هم بې له ځنډ څخه د ناولني د مړینې تور په پوټن پورې کړو.

اسوسېټېډ پریس لیکي چې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ویلي، "دا ښکاره ده چې هغه د پوتین لخوا وژل شوی."

هغه زیاته کړه، "پوتین یې پروا نه کوي چې څوک مړ کېږي. د هغه لپاره یواځې دا مهمه ده چې خپله څوکۍ وساتي.‌ پوتین باید هر څه بایلي او د خپلو اعمالو لپاره مسول وبلل شي."

د جرمني چانسلر اولاف شالز چې هېواد یې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ناولني په زهرو د ککړوالي درملنه کوله د کرملن ددغه ناقد بهادري وستایله او وویل، د هغه مړینې دا ښکاره کړه چې "دا څه ډول رژیم دی."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن په مونیخ امنیتي کانفرانس کې د ناولني له مېرمنې یولیا ناولني سره لیدلي دي.

په بیان کې راغلي، چې بلېنکن له اغلې ناولنۍ غمرازي ښودلې او ویلي یې دي که چېرې د الېکسي ناولني مړینه ريښتیا وي نو روس یې په مړینه کې مسول دی.

‌ناولني د حکومتي‌ فساد پرضد ولاړ وو د کرملن پرضد یې لوی لاریونونه کړي و.

د روس د زندان چارواکو په یو بیان کې ویلي، چې نوالنې د جمعې په ورځ له قدم وهلو وروسته ښه نه و او بې هوښه شو. دوی وايي، له هغه سره د مرستې لپاره امبولانس ورسېد خو هغه مړ شو.

د نوالنې د ډلې لخوا د هغه د مړینې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ناولني د 2021 د جنورۍ راهیسې په زندان کې دی. تر دې مخکې نوموړی له جرمني څخه د خپلې درملنې نه ماسکو ته ستون شوی وو. هغه تور پورې کړی و چې کرملن ورته زهر ورکړي و.

له نیول کېدو مخکې هغه د حکومتي فساد پرضد کمپاین کاوه، د کرملن پرضد یې لویې مظاهرې ترسره کړې او ټاکنو ته ودرېده.

له هغې راوروسته هغه ته د زندان درې سزاګانې اورول شوې دي کومې چې هغه رد کړي‌ او وايي سیاسي انګېزه لري