چین د خونړي برید وروسته پاکستان نه د چينايي وګړو د امنیت یقیني کولوغوښتنه کړې ده

په دغه برید کې وژل شوي په کراچۍ کې د چین جوړ په کویله - سکرو چلېدونکي د پورټ قاسم الېکټرک پاور پلانټ کارکوونکي وو.

چین د ګل - دوشنبې په ورځ پاکستان نه غوښتنه کړې چې په کراچۍ کې تېره شپه ( اتوار) ځانمرګي برید وروسته چې لږ تر لږه دوه چینایي کارکوونکي پکې ووژل شول او یو بل پکې ژوبل شو " امنیتي نیمګړتیاوې په اغیزمنه توګه ختمې " کړي.


د دواړو هېوادنو چارواکو دغه مرګ ژوبله تایید کړې، او ویلي یې دي چې په چینایي کارکوونکو دغه برید د پاکستان په جنوبي صوبی سېند مرکزي ښار کراچۍ کې د نړيوال هوايي ميدان [ائيرپورټ] بهر شوی دی.

په دغه برید کې وژل شوي په کراچۍ کې د چین جوړ په کویله - سکرو چلېدونکي د پورټ قاسم الېکټرک پاور پلانټ کارکوونکي وو.

د ټیلي ویژن فوٹیج کې ښودل کیږي چې د چاودنې له امله یو شمېر موټرې په مکمل یا جزوي توګه ویجاړې شوي دي. پولیسو ویلي دي د کاروان په حفاظت مامور لږ تر لږه لس تنه پاکستاني امنیتي کارکوونکي په دغه برید کې ژوبل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب پاڼه خپور کړل شوي په یوه بیان کې ویلي " چین په چینايي شهریانو د برید له امله سخت خواشینی شوی دی او دا ترهګریز عمل په کلکه غندي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې بیجنګ له اسلام اباد غوښتي چې په چې "په تیزی سره د دغه پیښې پای ته ورسیږي، مجرمین ونیسي او د قانون منګولو ته راوستل شي."

چين د " چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سیپېک) د ساتنې، او په پاکستان کې خپل کارکوونکو ، منصوبو، او ادارو د خوندیتوب دپاره د نورو ضروري ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده".

د چينايانو په قافله د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي (بي ایل اې) منلې، او دعوه یې کړې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ يو ځانمرګي د چينايي ايجينيرانو او پانګه والو د لوړې کچې قافله په هدف کړې ده. بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې ده چې یو ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ د نړيوال هوايي ميدان نه تلونکو د چينايانو کاروان سره وجنګاولو.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د برید په اړه پلټنې روانې دي خو د چاودنې د نوعیت په اړه یې د څه ویلو ډډه وکړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "دغه ناوړه بريد نه يواځې په پاکستان، بلکې د پاکستان او چین په دوستۍ شوی دی، او د مجيد بریګېډ په ګډون به د دې پېښې زمه وار د انصاف کټهرې ته راوستلی شي، د پاکستان ادارې به په دې پېښه کې ککړ او د هغوی سهولت کار ونیسي او بې سزا به پاتې نه شي".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه بريد غندلی او ويلي يې دي، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې بیجینګ به د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلام اباد د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابولو د هر ډول هڅې د شنډولو دپاره به په ګډه کار کوي.

امریکا بلوڅ لبرېشن ارمي ( بي ایل اې) نړیوال ترهګر تنظیم ګرځولی دی. پاکستان کې وخت په وخت په چينايي وګړو بريدونه او چاودنې شوي دي.

له دې وړاندې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسری شوی وروستی غټ بريد د روان کال په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې شوی، په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د پاکستان حکومت بلوڅ لبرېشن ارمي وسله واله ډله غېر قانونه ګرځولې ده.

دغه ډله په بلوچستان صوبه کې د چینايي پانګونو مخالفت کوي، او وړاندې یې هم د پاکستان په بلوچستان د چينايانو په ګټو د حملو زمه وارۍ منلي دي.

د کال 2022م په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې او ويلي يې وو، دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

د یاد بريد وروسته د کنفوشيس انسټيټيوټ او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي او بيا بيرته پاکستان ته نه دي ورغلي.

بي اېل اې وايي، د بلوچستان د ازادۍ، او بلوچستان کې په قدرتي وسايلو کې د چين دپانګونو غندنه کوي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي هند د بلوڅ وسله والو په شا ولاړ دی، خو هند تل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې تېره شپه دا بريد په داسې وخت کې شوی چې پاکستان په 15م او 16م اګست د شنګايي همکارۍ سازمان د غونډې کوربه توب کوي، او چارواکي وايي د دغه غونډې نه وړاندې د چين وزيراعظم لي کيانګ هم د پاکستان سفر کوي.