د پاکستان په تندي کږه ټوپۍ : چين د مسعود اظهر خلاف د هند خواست ویټو کړی

هندوستان ملگرو ملتونو ته خواست وکړو چې د غیر قانونه ډلې جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر نوم دې هم د ترهگرو په ليک نامه کې واچوي خو چين ددغه درخواست د نیټې پوره کیدلو نه څو ساعته اگاهو د ملگرو ملتونو د بندیزونو لگولو په کميټۍ کې د هند خواست ويټو کړو –

دا یو روڼ حقيقت دی چې چين د هند رقيب او د پاکستان دوست دی خو په ملگرو ملتونو کې دچين په نړيواله تر هگرۍ تورن وسله وال سړي په حق کې د ډال جوړیدلو کردار گڼ تپوسونه را اوچت کړي دي چې دوه پکې ډیر مهمه دي اول: ایا چين دغه کار د پاکستان په وینا وکړلو؟ او دویم: خپله د ترهگرۍ د لاسه ډیر زیات ځپل شوی هېواد پاکستان به مسعود اظهر ولې بچ کول غواړي؟

وتلی کالم ليکونکی ډاکټر تقي واېي چې پاکستان د چين لپاره داسې دی لکه د امریکې لپاره اسرايل- د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو دا تور هم پورې کیږي چې د خپلو پټو مقصدونو او گاونډیانو د تنگولو لپاره یې لکه د مسعود اظهر په رنگه گڼ شمېر خطرناکه خلق ساتلي دي- ډاکټر تقي واېي "دوي بیا خپله زَړه لوبه شورو کړه ، مونږ کله هم د جیش محمد او لشکر طیبه په خلاف د کوټلي گامونو په طمعه شوي نه یو، د را تورن ایجنټ کلبهوشن یادیو کیمرو ته په دې غرض ودرول شو چې د پاکستان پوځ سره د نواز شريف د هند سره د امن او قلارۍ جوړولو د هڅو کولو خلاف یو د ليل پیدا شي" ډاکټر زیاتوي چې په ملگرو ملتونو کې د چين د ویټو د اختیار نه کار اخستل داسې گام دی لکه چې امريکه یې د اسراېل په حق کې اخلي "دوېی اکثره د یو بل د ناوړي چالونو خوا هم نيسي"

پاکستان په خپل تندي کږه ټوپۍ هسې نه ده ایښودې په سلامتي کونسل کې خپل یو زورور ملگری چين لري- په ملگرو ملتونو کې د هند د خواست ملگر تیا د سلامتي شورا درې غړو هېوادونو امریکې، برطانيې او فرانس هم کړې وه.

د هند په مسعود اظهر تازه تور دادی چې مولانا په پټهان کوټ کې د پوځي هواېي ډگر د حملې اصلي لوبغاړی دی – د روان کال دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان دپولې څخه خواؤشا 25 کلوميټره دهند په پټهان کوټ کې دهندي فضائيې په اډه وسله والو په یوه حمله کې اووۀ هندي عسکر وژلي وو-

د پاکستان د پنجاب صوبې په گجرانواله ښاریه کې ددغه حملې په لړ کې په یوه تاڼه کې یو رپورټ هم درج کړی شوی دی- تیره اونۍ پاکستان خپله یوه مهمه سرکاري ډله د هند سره په پلټنو کی د کومک او ثبوتونود لیدلو د پاره هند ته استولې وه په دغه ډله کې دپنجاب صوبې دترهگرۍ دمخنيوي دمحکمې یو مشر افسر طاهررائى دخفيه ادارې ائي بي یو افسر محمد عظيم ارشد، د انټرسروسز انټلي جنس ايجنسۍ پوځي افسرليفټننټ کرنل تنوير احمد، دملټري انټلي جنس پوځي افسر ليفټننټ کرنل عرفان مرزا اؤ دگجراوالې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې یو افسر انسپکټر شاهد تنوير شامل وو- پاکستان د هند د تورونو په ځواب کې تر اوسه داسې واېي چې ثبوت یې ورله نه دې ورکړی-

په واشنگټن کې د څیړنیزه ادارې پوليټکټ مشر څیړنکار عارف انصار واېي چې چين هم د پاکستان دغه دريز سم مني چې د مسعود اظهر خلاف څه سکوټ ثبوت نشته "چين د پاکستان ددې دريز ملگری دی چې د مسعود اظهر په ضد تر اوسه هیڅ یو نیغ په نیغه او کوټلی ثبوت نه دی پیدا شوی، چين پخوا هم د داسې کوشش لاره نیولی وه او بیا به یې هم نیسي"

مسعود اظهر یوځل په 1994 کې هندي ادارو گیر کړی ؤ- رپورټونه واېي دی د حرکت الانصار نومې ډلې چې په کشمير کې یې د هند خلاف جهاد کولود دوه څانگو خپل منځه جگړې د ختمولو په غرض سرينگر ته ورغلی ؤ. او بیا په 1999 کې د هندي الوتکې اېي سي 184 د اغوا شوي سورلو په بدل کې د هند د کوټ بلوال د جیل نه خوشی او په قندهارکې د کوز شوي جهاز د تښتونکي او د مولانا ورور ابراهيم اطهر ته حواله شو، په افغانستان کې په دغه ورځو کې د طالبانو حکومت ؤ، مسعود اظهر چې اذاد شو نو څو ورځې وروستو یې د بحرالکاهل په غاړه پروت صنعتي ښارکراچۍ کې د زرگونو خلقو یوې جلسې ته په وینا کې مسلمانانو له قسم ورکړو چې تر څو یې هند دړې وړې کړې نه وي په قلاره به نه کيني-

د هند په پټهان کوټ کې تازه حمله دهندي وزيراعظم نريندرا مودي پاکستان ته د ناڅاپي مختصر سفر نه څو ورځې ورستو شوې وه ددغه سفر ورستو څيړونکو ليکلي وو چې دپاکستان اؤ هند اړيکې بیا په ښه کیدلو دي- خو د ډاکټر تقي په شان د پاکستاني پوځ د کردار د نقادانو خیال دی تر څو چې د پاکستان طاقتوره پوځ ونه غواړي نو د هند سره د پاکستان د دوستۍ خوبونه تش سرابونه دي-