د فاټا په پښتونخوا صوبه کې د ورگډولو په ضد په کابل کې احتجاج شوی دی

دافغان ژغورنې غورځنګ په نوښت دکابل پرلت کوونکو له خیبرپښتونخوا سره دقبایلي سیمو فاټا د ورګډولو خلاف د غږ پورته کولو لپاره د ملګرو ملتونودفتر مخې احتجاج وکړ.

دکابل پرلت کوونکو نن د اتوار،یکشنبې په ورځ په یوې احتجاجي غونډه کې ویلي دي ملګري ملتونه دې پرقبایلي سیمو دپاکستان دشوي ظلم څخه خلاص کړي او که یې غږ وا نه وریدل شي نو دفاټا اود لوی افغانسان خلک به دپاکستان دنظام پرضد قیام وکړي.

پرلت کوونکو دقبایلوسیمو په اړه دپاکستان دحکومت وروستی پریکړه وغندله او په دې اړه یې له اعتراض اود نیوکو ډک لیک دملګرو ملتونویا یوناما دفتر ته وسپاره.

اعتراض کوونکو دپاکستان خلاف د شعارونه په ورکولو سره یاده پریکړه ناجاییزه اود قبایلوپه حق کې د ستراو نه بښوونکي ظلم په توګه یاد کړ.

دشمالي وزیرستان اوسیدونکی اودکابل پرلت یوتن ګډون کوونکی امتیاز وزیر وايي،دپاکستان د پارلمان لخوا چې کومه پریکړه له خېبرپښتونخوا سره دقبایلو دیو ځای کیدو په اړه شوې په هغې کې د قبایلو نظر نه دی اخیستل شوی او یاده پریکړه د ټولو اصولو ،قوانینو خلاف ده.

دپاکستان پارلمان له خیبرپښتونخوا سره دقبایلی سیمو دیوځای کیدو له پریکړې وروسته دافغانستان جمهور ریس ویلي په ډیورند کرښه او په ځانګړې توکه په قبایلي سیمو کې سیاسي او نظامي یواړخیزه اقدمات د ۱۹۲۱ میلادي کال دهغو شویو هوکړوخلاف عمل دی کوم چې د بریتانوي هند اودافغان حکومت ترمنځ رامنځته شوي وې.

بلې خوا ته پاکستان د افغانستان له خوا د فاټا په پښتونخوا کې په ورگډولو ورکړی بیان رد کړی دی. د باندینو چارو وزارت په یو بیان کې ويلي دي د پاکستان د پارلیمان گام د هېواد د وگړو ترجماني وي.

د وزارت ویاند وویل افغانستان باید د هغه اصولو پابندي وکړي چې د یو بل په کورنو چارو کې به کار نه ساتل کیږي.