د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ د نیوکو تر څنګ د بین الافغاني خبرو هر کلی وکړو

د افغانستان د ولسمشر دفتر په دوحه کې د طالبانو سره د نورو افغان مشرانو او استازو تر منځ د خبرو وروسته د خپرې شوې اعلاميې د نیوکو تر څنګ هر کلی کړی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي:

"په اعلامیه کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام په اړه د ناسم پوهاوي او د بیان له ازادۍ څخه د نه ملاتړ په اړه اندیښنه لري"

په دوحه کې په افغانستان کې د حکومت پر ضد په جګړه بوخت طالبانو سره د امریکا د خبرو تر څنګ ځینو افغان مشرانو دوې ورځې د طالبانو استازو سره خبرې کړي.

دا خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو سره هیڅ اړیکې نه لري خو په افغانستان کې د سولې غوښتونکي داسې ډول خبرې مثبت ګڼي.

د افغان مشرانو او طالبانو تر منځ د شوو خبرو وروسته په اعلامیه کې زیات ټینګار په مذهب، اسلامي نظام او د هېواد په خپلواکۍ دی.

خو ښاغلی صدیقي وايي:

" افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې تل اسلامي نظام و او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او تل به اسلامي وي"

د غونډې ګډونوال د افغانستان د بهرنیو چار پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزي په خپل ټویټر لیکلي:

"نور خلک هم دغې فرصت ته هیله مند دي. دې خبرو اترو موږ یو بل ته نزدې راوستلو او موږ یې د یو بل په ستونزو او مسلو ښه پوهه کړو. مهمه دا وه چې مونږ وتوانېدو له بو بل سره وتړي، او ولې نه شو؟ اخر خو مونږ ټول افغانان یو"

​د طالبانو استازي عباس ستانکزي د غونډ وروسته د وي او ای دوو پوښتنو ته داسې ځوابونه ويلي چې ښيي چې طالبان د افغان حکومت سره د خبرو نه ډ ډه کوي او روانې جگړې ته د "فساد/تشدد" د کليمې نه کارولو باندې ټینگار کوي، هغه په دوحه کې رسنیو ته ویلي:

"خپره شوې اعلامیه کومه رسمي یا عملي بڼه نه لري. دا یوازې یو کانفرنس وو او هر چا خپل نظر په کې شریک کړ."

Your browser doesn’t support HTML5

​د طالبانو استازي عباس ستانکزي د غونډ وروسته د وي او ای د پوښتنو ځواب وايي

​بلې لورې ته د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر لیکلي:

"د طالبانو استازی ستانکزی چې د خپلې کورنۍ سره د پاکستان اوسیدونکی دی، او تر بل هر چا زیات د اې ایس اې په استازیتوب پیژندل شوی وايي، چې هیڅ ډول ټاکنې نه مني. ښکاره خبره ده. یوازینی ځای چې طالبان په کې ټاکنې ګټلی شي هغه د اکوړه خټک مدرسه او نورې دي."

​په خپرې شوې اعلامیې کې اته مادې دي چې په کې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو، د خلکو اساسي حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې ژبې نه کارولو، پر ملکي او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.