پاکستان دا رپورټ رد کوي چې هېواد د مذهبي لږکیو لپاره خوندي نه دی

پاکستان دا نړیوال رپورټ رد کوي چې وايي پاکستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي هیواد نه دی او هر کال تر 1000 پورې غیر مسلمانانو جینکیو باندې په زوره مذهب بدلول کېږي.

تېره ورځ د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کې وېل شوي چې په پاکستان پکې د ادارو په کچه د مذهبي لږکیو په زور د مذهب بدلولو هېڅ وجود نشته او زياتره رپورټ شوو پېښو د پلټنو وروسته څرګنده شوه چې دغه پېښې يا خو افسانې وې او يا د پاکستان د بدنامولو لپاره په سياسي بنيادونو نړۍ کې خپرې کړې شوې وې.

د خارجه دفتر وېاند وېلي چې د ېو څو تنانو او غېر رياستي عناصرو لخوا د لږکيو د مذهب د جبري بدلون ځنې پېښې شوي خو په هغو کې د رياستي ادارو د لاس لرنې ثبوت نشته او چې چرته هم د داسې پېښو اطلاع ترلاسه شوې نو ټولو رياستي ادارو د زمه وار تنانو پرضد چټک ګامونه اخستې دي.

د پاکستان د خارجه دفتر دا عکس العمل د نړیوال خبرى اژانس اې پي د هغه خبر ورستو راغلې چي په کې د پاکستان دننه هرکال د مذهبي لږکیو د 1000 جينکو په جبر د مذهب بدلولو شمېرې ښودل شوې وې.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره ذهره يوسف ډيوه ته وايي ددغه شمېرو تصديق نشي کولى خو زياتوي چې هم په پاکستان کې د هندو او عيسايي جينکو په زور مذهب بدلول کېږي. هغه واي د حکومت لخوا د مذهبي لږکیو د جينکو په جبر د مذهب بدلولو خلاف پارليمان ته د قانوني مسودې راوړلو خبرې کېدې خو څه پرمختګ په کې لا نه دی شوی او سنده صوبه کې په دې اړه يو قانون هم پاس کړې شوې وو چې ورستو د مذهبي عناصرو او ډلو لخوا د فشار له امله بېرته واخستل شو.

د امریکا خارجه وزارت روانه میاشت پاکستان د مذهبي ازادیو د سرغړونو په سر د خصوصي تشويش وړ هېوادونو کې شامل کړی دی خو پاکستان دا رد کړی دی.

د پاکستان خارجه دفتر په خپل بيان کې دا هم ویلي چې پاکستان د مذهبي لږکیو د هر ډول جبر څخه د ژغورلو لپاره د هېواد دستور نه علاوه قانوني او د انتظامي فرېم ورک د لارې هم تحفظ ورکړی شوی دی او هېواد عدالتونه هم د مذهبي لږکیو د اساسي بشري حقونو د ودې او تحفظ دپاره بېدار کردار ترسره کوي.

د پاکستان حکومت د مذهبي لږکیو د تحفظ لپاره قامي کمیسیون جوړ کړې او خارجه دفتر وايي دا کمیسیون په بشپړ توګه ازاد او فعال دې خو ذهره يوسف واى کمیسیون موثره نه دې.

سنده صوبه کې د مذهبي او په ځانګړي ډول د هندو لږکيو د حقونو فعال او په سنده کې د اېچ ار سي پي غړې ډاکټر ورما جسراني ډيوه ته د لږکیو د مذهب په جبر بدلول يو حقيقت دې. هغه د اېچ ار سي پي د مېاشتنې شمېرو له مخې وايي هره میاشت يواځې سنده کې د 15 نه تر شلو پورې هندو جينکۍ مذهب بدلولو ته اړباسل کېږي او چې دې شمېرو ته وکتل شي نو هرکال د زرو اقليتي جينکو په جبر د مذهب بدلولو شمېرې دروغ نه ښکارى.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سږ کال اپریل کې جاري کړي کليز رپورټ کې هم دې مسلې ته پام راګرځول شوې او وايي کال 2019 کې يواځې په سنده صوبه کې 1000 هندو جينکو په جبر مذهب بدل کړې شوې دې.